نړیوال خبرونه

ولسمشر غني د یو شمېر وزارتونوسرپرست وزیران او لوی درستیز معرفي کړل

جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر په ارګ کې د ملي دفاع، کورنیو چارو او د کلیو او پراختیا وزارتونو د سرپرستانو او د وسله وال پوځ د لوی درستیز د معرفي په مراسمو کې د امنیتي سکتور ترمنځ د همغږۍ پر زیاتوالي ټینګار وکړ.

ولسمشر غني د یادو وزارتونو له مخکېنیو مسوولینو څخه د مننې ترڅنګ نویو سرپرستانو ته په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه وې ویل، جګړه طالب پیل کړې او مسوول یې همدوی دي. موږ د سولې لپاره منظمه طرحه له نړیوالو او افغانانو سره شریکه کړه، خو د طالب طرحه چېرته ده؟جمهوررئیس غني د طالبانو له لوري د عامه تاسیساتو ورانولو ته په اشارې وویل، طالبان د تورو شبکو په اشاره افغانستان ورانوي،

fb img 1624114002053

هغه زیاته کړه دوی باید یو انتخاب وکړي، سوله کوي او که له افغان ولس سره دښمنۍ ته دوام ورکوي؟ که دښمني کوي، ولس به یې په قاطعیت ځواب ورکړي.ولسشر غني وویل: موږ د مسوول نظام او مشروع دولت په توګه په جګړه کې ټولو بشري قوانینو ته ژمن یوو، خو طالبانو دغه ټول قوانین تر پښو لاندې کړي او افغانستان ورانوي.

جمهوررئیس د ملکي تلفاتو زیاتېدو ته په اشارې پر بین المللي ټولنې غږ وکړ چې د طالبانو په اړه بې طرفه پاتې نشي او ومني چې په جګړه کې د دوی له لوري زموږ بشري حقونه په عمدي توګه نقض کېږي.په دې مراسمو کې د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب وویل، وروستي تغییرات د امنیتي سکتور تر ارزونې وروسته د همغږۍ زیاتوالي او په ښه ډول د خلکو د امنیت د تامین لپاره رامنځته شوي.

د ملي دفاع، کورنیو چارو او کلیو پراختیا وزارتونو سرپرست وزیرانو ژمنه وکړه چې د واحد ټیم په توګه به چارې پرمخ یوسي. په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزارت مخکېني لوی درستیز ستر جنرال یاسین ضیا ته د هغه د خدمتونو د قدرونې په موخه د وزیر محمد اکبر خان عالي دولتي مډال ورکړل شو.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button