نړیوال خبرونه

ولسمشر غني یو امریکای جنرال ته مډال ورکړ

ولسمشر غني یو امریکای جنرال ته مډال ورکړ.افغانستان کې جګړه او د افغان سرتیرو سرښندنه اوس مهال د ټولې نړۍ په مخه یو مثال جوړ شوی او ټول افغانان دا مهال په خپلو سرتیرو ویاړ کوي.ځکه دوی د جنګ په اول خط کې جنګیږي.

دافغانستان اسلامي جمهوریت جمهور ریس محمد اشرف غني پرون د غوڅ ملاتړ ماموریت د ارکان مشر ته دولتي مډال ورکړ، ولسشری ماڼړی په دې اړه په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې پرون د جنرال تورستن پاشواتا ته یوه دوتلي مډال ورکړ.ښاغلی جنرال پاشواتا په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو غوڅ ملاتړ ماموریت رییس ارکان وو، چې پرون يې د خدمت موده پای ته ورسیده او په همدې مناسبت ورته افغان ولسمشر د دوی په وینا د غوره خدمتونو مډال پېش کړ.

دغه بیان کې راغلي چې دې جنرال ته د ډیر ښه پوځي خدمت له کبله دا مډال ورکول سوی او له هغه څخه مننه هم کړې ده.د امریکا او طالبانو له هوکړې وروسته امریکايي سرتیرو ته په جګړه کې هیڅ زیان نه دی رسیدلی او د مالوماتو له مخې یوازي د افغان ځواکونو د روزنې او تجهیز په برخه کې کله کله کومک کوي

امریکايي جنرال ته د اشرف غني لخوا په داسې حال کې مډال ورکول کیږي چې تازه په ټول  هېواد کې تاوتریخوالی روان دی او په ورځني ډول نښتې بمي چاودنې او جګړې د افغان ځواکونو په وړاندې پراته لوی خنډونه دي.

fb img 1617513219267

افغان عسکرو او تر ډيره بریده جنرالان په سره اور خو امریکايان په خپلو پوځي اډو کې قرار ناست دي او افغان ولسمشر پرون یوه امریکايي جنرال ته مډال ورکړ، هغه ته يې د ښه پوځي خدمت کولو له امله دغه سوغات وکړ دې جنرال هم خوښي وښوده.اوسمهال باید هغه افعان ځواکونو ته هم مډالونه ورکړي کوم چې په اول خط کې جنګیږي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button