نړیوال خبرونه

ولسمشر غنی ځانګړو ځواکونو ته: پخپله مېړانه مو د دښمن ملا ماته کړې

ولسمشر غنی ځانګړو ځواکونو ته: پخپله مېړانه مو د دښمن ملا ماته کړې.جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ځانګړو عملیاتو قول اردو څخه د لیدنې پر مهال د اختر مبارکۍ ترڅنګ د هغوی غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.

په پیل کې بريدمل شېراجان او بريدمل محمد عمر د نورو په استازيتوب خبرې وکړې وې ویل، ځانګړي ځواکونه عالي انګېزه، مورال او ظرفیت لري او په هر ډول شرایطو کې د نظام، جمهوریت، هیواد او ولس څخه دفاع کولی شي.دوی وویل، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او د خپلې وینې تر وروستي څاڅکي پورې یې ساتنه زموږ ملي وجیبه او دنده ده.

fb img 1626945933205

جمهوررئیس د هغوی د غوښتنو او وړاندیزونو تر اورېدو وروسته وویل، ستاسو په سرښندنو او زړورتیا ویاړم او پخپله مېړانه مو د دښمن ملا ماته کړې ده.د هیواد جمهوررئیس وویل، د طالبانو جګړه دیني او ملي مشروعیت نه لري او له دریو تر شپږو میاشتو زموږ ټول تمرکز د اوسني وضعیت په مدیریت دی

او د ځانګړو پلانونو او برنامو پر اساس به لا زیات مثبت بدلون ومومي.جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې اړوندو مسوولینو ته دنده وسپارله چې د هغوی وړاندیزونه او غوښتنې وڅېړي او په اړه یې لازم اقدامات وکړي

باید یاده کړو چې د ولسمشر غنی وروستیو فعالیتونو ته په کتو نوموړی غواړی چې ملی اردو ځواکونه تشویق شي تر څو دوی وکولی شي چې د دښمن پر وړاندې لا نور پیاوړی شی او دوی دې ته پرېنږدي چې د افغانستان خاوره خپلو اهدافو ته د رسېدو موخه وکاروي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button