نړیوال خبرونه

ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د جوړ جاړي تازه جزیات

د سولي عالي شورا مرستیال او په ټاکنو کې د پخواني اجراییه رئیس عبدالله عبدالله ملاتړی عزیزالله دین محمد وايي، د هېواد سیاسي چارواکو دغه هڅې پیل کړي او ښايي یو جوړجاړي ته ورسیږي. دا هڅې داسې مهال دي چې د ناټو ملکي استازي ویلي، دواړه مشران باید سیاسي اختلافونه حل کړي. سیاسي شنونکي بیا په یو نظر نه دي. ځینې وايي، ښه ده چې دواړه مشران سره یو سیاسي حل ته ورسیږي،

 خو ځینې نور او د ولسي جرګې غړي بیا وايي، ملي یووالي حکومت سمه پایله نه ده ورکړې او که بیا دغه ډول جوړجاړی وشي د سمې حکومتولۍ مخه به ونیسي. له دې سره خوا کې چې افغانستان کې د ناټو ملکي استازی نیکولاس کې له دواړو مشرانو د سیاسي اختلاف حل غوښتی، د هېواد ځینو سیاسي او جهادي مشرانو هم دغه هڅې پیل کړي.

د سولي عالي شورا مرستیال او په ټاکنو کې د پخواني اجراییه رئیس عبدالله عبدالله ملاتړی عزیزالله دین محمد وايي، د هېواد سیاسي چارواکو دغه هڅې پیل کړي او ښايي یو جوړجاړي ته ورسیږي. سیاسي شنونکي بیا په یو نظر نه دي. ځینې وايي، ښه ده چې دواړه مشران سره یو سیاسي حل ته ورسیږي.

خو ځینې نور او د ولسي جرګې غړي بیا وايي، ملي یووالي حکومت سمه پایله نه ده ورکړې او که بیا دغه ډول جوړجاړی وشي دا پر ولسواکۍ برید دی او د سمې حکومتولۍ مخه به ونیسي.

که څه هم افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ولسمشرۍ له لوړې وړاندې د ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجراییه رییس عبدالله عبدالله ترمنځ د جوړ جاړي هڅې وکړې، خو دغو هڅو کومه پایله ورنه کړه او دواړو په یوه ورځ لوړې وکړې، خو اوس دغه هڅې یو ځل بیا ګړندۍ شوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button