نړیوال خبرونه

ولسمشر ټرمپ رښتیا هم کرونا نیولئ ؟

 امریکا ولسمشرټرمپاو د هغه مرستیال مایک پینس  سره تر لیدلو وروسته د برازیل د جمهور ریس د اړیکو مشر فیبیووجنګارټن د کرونا په ناروغي‌اخته بلل شوی دی .فیبیووجنګارټن د یوه لوړرتبه برازیلي‌ پلاوي په ملتیا د امریکا په فلوریډا ایالت کې د ډونالډ‌ټرمپ‌ د مارالاګو په میلمستون کې له ښاغلي ‌ټرمپ سره لیدلي دي .

نیویارک ټایمز خبر ورکړ چې فیبیووجنګارټن چې کله خپل هیواد ته ستون شو؛ تبه ورباندي ‌راغله او له پوزي ‌یې اوبه رواني‌شوې . کله چې فیبیووجنګارټن د کرونا ټیسټ‌وکړ نو د هغه ناروغي ‌مثبته راووته . نوموړی له برازیلین پلاوي‌ سره د تېري‌ شنبې په شپه د ولسمشر ټرمپ میلمه وو.فیبیووجنګارټن خو په دغه وایرس ککړ شوی ، خو د هغه نور پاتې هیئت ټیسټونه لا تر اوسه نه دي ‌شوي‌.

فیبیووجنګارټن او برازیلین پلاوي ‌ته د ټرمپ‌ل ه لوري‌ په جوړه شوې مېلمستیا کې د ښاغلي ‌ټرمپ ‌لور ایونکا ټرمپ د نوموړي‌ زوم جراډ‌کشنر هم شامل وو.‌ اوس پوښتنه داده چې ایا ټرمپ‌ هم په دغه وبايي وایرس اخته شوی ؟

تر اوسه لا دا پوښتنه هم پر ځای پاتې ده چې ولسمشر ټرمپ په دغه ناروغي‌اخته شوی او که ورغلي ‌مېلمه له ځان سره دا ناروغي د امریکا د ولسمشر ټرمپ تر درباره وروسوله .

د ولسمشر ټرمپ په تړاو لا تر اوسه څه نه دي‌ ویل شوي ؛ خو تر دې وړاندي‌ ښاغلي ټرمپ‌ ویلي‌ وو چې د کرونا وایرس سره ډېر محتاط‌ دی .‌

دوې اونۍ وړاندي‌ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي وو، چې د کرونا له ویري دوې اوونۍ ووتې خو په خپل مخ او ځان یې لاس نه دی وهلی .

د پولټیکو مجلې د راپور له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا څرګندونې د خپلې کابینې هغې غونډې ته وکړې چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د تدابیرو نیولو پر موخه رابلل شوې وه.

ویل کیږي کله چې روغتیایي چارواکو د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د لاس وینځلو په ارزښت خبرې وکړې، نو په دې وخت کې ټرمپ د روغتیاپالانو یاده خبره پرې کړه او وې ویل، چې د کرونا ویروس له ویري ډیر وخت کېږي خپل بدن نه دی لمس کړی.

که چېرته ولسمشر ټرمپ رښتیا په کرونا وایرس اخته شوی وي ؛ نو دا به د کرونا وایرس تر ټولو لویه پېښه وي‌چې د نړۍ تر ټولو ځواکمن ولسمشر نیسي‌.

کرونا اوس د نړۍ تر ټولو لویه وبا بلل کېږي‌او سخته غوغا یې جوړه کړې ده .

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button