نړیوال خبرونه

ولسمشر ټرمپ: غواړم له انتخاباتو مخکې خپل پوځيان له افغانستانه وباسم

ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي چې په امريکا کې د انتخاباتو مخکې خپل پوځيان له افغانستان څخه وباسي.هغه دا څرګنړونې په داسې حال کې کړي دي چې  افغانستان دولت د ۲۰۰۰ طالب بندیانو د خوشېکېدو امر کړۍ دۍ. .

نيويارک ټايمز ورځپاڼې د امريکايي چارواکو له قوله ليکلي دي، چې په راتلونکو ورځو کې به د امريکا ځينې لوړپوړي پوځي چارواکو له ډونالډ ټرمپ سره له افغانستانه د خپلو سرتېرو په ايستلو سلا مشورې وکړي. دغه ورځپاڼه وايي، چې ډونالډ ټرمپ له افغانستان څخه د خپلو پوځيانو ويستل د خپلو ټاکنو د ګټې لپاره کاروي او همدا لامل دى چې ښايي هغه تر ټاکنو مخکې خپل پوځيان له افغانستان څخه وباسي.

د امريکا ولسمشر له دې مخکې هم څو څو ځلې په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې هغه غواړي ژر تر ژره له افغانستان څخه خپل پوځيان وباسي څو ورځې وړاندې ولسمشر ټرمپ یو بیان کې ویلي وو چې افغانان دې په خپله خپل وطن وساتي نور موږ نشو کولۍ چې افغانستان کې خپل فوځیان وساتو. .

دغه ورځپاڼه کاږي، چې د امريکا او طالبانو ترمنځ په افغانستان کې د سولې د راوستلو تړون کې ويل شوي دي چې امريکا به له ١٢ څخه تر ١٤ مياشتو کې له افغانستان څخه خپل پوځيان وباسي، خو که چېرته دا پوځيان له وخت څخه مخکې له افغانستان نه ووځي، نو ښايي د سولې تړون ته زيان ورسوي.

د يادونې ړ ده چې اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ١٢ زره امريکايي پوځيان شتون لري افغانستان کې د امریکا د فوځیانو نه علاوه د اتحادي اروپا هم پوځیان شتون لري دوي هم څو څو ځلې خبردارۍ ورکړۍ دۍ چې موږ هم په دې غور کوو چې فوځیان وباسو.

 څه موده وړاندې د امریکا او افغان طالبانو په منځ کې تړون شوۍ وودغه تړون په قطر کې په امضا رسیدلۍ وو په دغه تړون کې افغانستان کې اسلامي نظام او د امریکا د فوځ وتلو باندې ټينګار په شمول یو شمیر هوکړو باندې توافق شوۍ وو.

موږ افغانان باید ټول سره یړ غږ شو او په دې سوچ وکړو چې که چېرې د امریکا فوځ شتون هم ونلري نو موږ باید په افغانستان کې د امنیت ټینګښت لپاره خپله کار وکړو او خپل وطن خپله اباد کړو.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button