نړۍ خبرونه

ولسمشر ډونلډټرمپ: عربستان به هم له عربي اماراتو سره د اسرايلو په تړون کې یوشي

د متحده ايالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي چې داسي برېښي چې سعودي عربستان هم په هغه تړون کې چې د عربي اماراتو او اسراييلوتر مابین لاسليک شوی ځان ور شریک کړي .او له دې دواړو هيوادنو سره يو ځای ورته ډيپلوماتيک تړون وشي،

ښاغلي ترمپ په وایټ هاوس کې د خبري کانفرانس په ترڅ کې خبريالانو ته وويل چې موږ د یو ان سازمان ته وړانديز کړی او له امنيت شورا څخه مو غوښتي چې هغه مسوده بيرته لاسليک کړي چې له مخې به يې په ايران بندیزونه ولږیږي، بل هوا بیا داسي ښکاري چې په ملګرو ملتونو کې د امريکا تر ټولو سر سخت مخالفان د روس او چين هيوادنو دي چې نه غواړي امريکا تر دې سخت نور بنديزونه په ايران ولکوي او ایران خیر ته کېنوي،

بکه څنګه چ تيره هفته د عربي اماراتو او اسرايلو تر منځ ډيپلوماتيک تړون لاسليک شو. چې له امله به يې دواړه هيوادنه پر خپل منځ کې سفارت خاني ولري، او نور ګڼ ټولنيز تړون لاسليک او يو ځای به کار پري کوي.بايد وويل شي دعربي امارتو او اسراييلو تر منځ د تړون له لاسليک وروسته په نړيواله کچه په تير بيا د اسلامي هيوادنو غبرګونونه وښودل او وویل چې داسلامي ارزښتونو خلاف تړون دۍ،

د فلسطين حماس جنګيالۍ ډلي دغه تړون د فلسطيانو د لاسونه تړل بولي هغوی ويلي چې عربي امارات په لوی لاس د امريکا په لمسون فلسطين اسراييلو ته تسلميوي.ايراني حکومت هم دغه تړون يو شرمونکی تړون بللی او محتده عربي امارات يې د امريکا لاسپوڅی هيواد بللی او ويلي دي چې عربي هيوادونه په لاس غواړي چې د اسراييلو او امريکا تر اشغال لاندي شي.ترکيې هم دغه تړون په سختو ټکو غندلی او دايې د مسلمانو هيوادنو لپاره غټه ساوه بللې ده،

دایرایلو او اماراتو تر منځ ډيپلوماتيک تړون ته ګڼو هيوادونو غبرګونونه ښودلي ځينو يې هرکلی کړي. خو ځينو بيا دغه تړون غندلی او هغه يې د فلسطينيانو په حقونو تيری بللی دی.دويي وايي چې یو عراب هېواد داسې وکړي نو بیا نورو ملکونو نه څه ګيله پکار ده دويي زیاتوي که فلسطین نۍ اومنه نو دا به په سیمه کې تارتریخوالي مترادف وي او ښايي دې سره د سیمې هېوادونو ترةنځ یو نوۍ ډيپلوماتیک جنګ پیل کړي او یو بل سرهېې سیاسي تعلقات خراب شي،

د ولسمشر ټرمپ د څرګندونو اود ددې تړون په هکله سعودي څه نه دي ويلي.د يادولو وړ ده چط تر عربي اماراتو مخکي دوو نورو عربي هيوادنو اردون، او مصر هم له اسراييلو سره دې ورته ډييلوناتيک تړونونه لرل.او یل داسې یو مسلمان هېواد هم اسرایل نه دۍ منلۍ په دې ملکونو کې افغانستان هم شامل دۍ افغانستان کې لا هم اسرایل سفارت شتون نا لري او نه هم په افغاني پاسپورټ باندې د اسرایلو وېزې او تګ ته اجازه شته،

اوس وهت د دې رارسېدلۍ دۍ چې باید ټول مسلمان هېوادونه سره یو شي او اسرایل ته په یو پلان سره موافق شي دې سره به مسلمانانو هېوادونو کې د اتفاق کلیمه هم بیداشي او په فلسطین کې چې کوم ظلم روان دۍ دغه موضوع ته به د حل لارو فرست نور هم زیات شي، او بل اخره به دغه موضوع هم حل شي او روان ظلم او جبر به هم ختم شي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button