نړیوال خبرونه

ولسي جرګه:حکومت دې د سولې مزاکرات دځي ټاکلو په بهانو نه ځنډوي

ولسي جرګه:حکومت دې د سولې مزاکرات دځي ټاکلو په بهانو نه ځنډوي افغان پارلمان وايي، سولې ته رسېدل د ټولو هیله ده او افغان حکومت او طالبان دې دلته یا هلته د سولې خبرو د ترسره کولو په بهانه نور دغه پروسه نه ځنډوي.او د سولې مزاکراتو ته دې ادامه ورکړي.

د پارلمان غړوویلي، ښايي د سولې خبرو کې شل ورځنۍ دمه د پاتې پړاوونه لپاره د ځای ټاکلو په بهانه نوره هم وغځېږي، چې یو غیرمعقول کار دی.دوی یو ځل بیا پر اوربند ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د سولې خبرو لومړی پړاو د خلکو د تمې خلاف پای ته ورسېد، خو دوهم پړاو کې باید پر اوربند موافقه وشي.هغوی د لومړي پړاو خبرې هسې د وخت ضایع یاده کړه او وايي، چې په تېرو درېو میاشتو کې د سلګونه افغانانو وینې وبهېدې خو په اوربند سلا نه شول.اوس باید د بل هر څه نه زیات سولې ته لومړیتوب ورکړي.

دجمهوری ریاست لومړي مرستيال امرالله صالح وړمه ورځ کندهار کې په خپلې وينا کې پر طالبانو غږ وکړ چې د بهرنيو هېوادونو پر ځای دې په کور  دننه د سولې خبرې تر سره کړي.له ښاغلي صالح وړاندې د ملي امنيت شورا سلاکار حمد الله محب، په خپله ولسمشر غني او د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله پر طالبانو غږ کړی وو، چې د سولې خبرو دویم پړاو دې افغانستان کې ترسره شي.

د طالبانو وياند نعيم وردګ بیا ویلي، چې طالبان په افغانستان کې د سولې خبرې نه کوي او په وینا یې، افغان ولس ته سوله سپيڅلي ده او دا چې د دوی مخالف لوری په افغانستان کې د سولې خبرو په تر سره کولو ټېنګار کوي، د سولې پر وړاندې د خنډونو جوړلو او بهانې کول دي.

بلخواامرالله صالح ویلي، دا چې طالبان په افغانستان کې د سولې خبرې نه کوي تر شا یې دوه لاملونه شتون لري؛ يو دا چې د طالبانو لاسونه د افغانستان د خلکو پر وينو ککړ دي او بل یې دا چې که چېرې دوی په افغانستان کې د سولې خبرې پيل کړي بيا نه شي کولی، چې له خپلو بهرنيو ملاتړو سره سلا – مشورې وکړي.

ولسي جرګه:حکومت دې د سولې مزاکرات دځي ټاکلو  په بهانو نه ځنډوي
ولسي جرګه:حکومت دې د سولې مزاکرات دځي ټاکلو په بهانو نه ځنډوي

طالبان بیا وايي، چې په افغانستان کې بهرني ځواکونه شتون لري او دا په دې معنا نه شي کېدلی چې افغانستان کې د سولې خبرې به د بهرنيانو له لاس وهنو خالي وي.هغه وايي هتمن باید خبرې افغانستان کې وشي. تر څو افغانان هم د دغخ خبرو نه په سمه توګه واقف ووي.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button