نړیوال خبرونه

ولسي جرګه: د سولې خبرو جزیات رانه دواړه لورې پټوي

ولسي جرګه: د سولې خبرو جزیات رانه دواړه لورې پټوي. داسې مهال چې قطر کې د بین الافغاني خبرو دوهم پړاو شروع شوی دی، ولسي جرګه غړي وایي، حکومت او طالبان ورته د مذاکراتو اصل حال نه وایي او دوی مجبور دي چې د سولې په خبرو کې مخامخ ګډون لپاره دوحې ته پلاوی ولیږي.

د پارلمان مشر په عمومي ناسته کې ویلي، چې تر خپلې رهبرۍ لاندې يې ۲۱ غړي لرونکی د «سولې کمېسیون» جوړ کړی تر څو له همدې لاره ولسي جرګه وتوانېږي د سولې په خبرو کې مستقیمه برخه واخلي او د مذاکراتو اصلي حالتو باندې پوه شي.هغه وړاندې زیاتوي طالبان وایي، حکومت سوله نه غواړي او حکومت بیا وایي، طالب د سولې غوښتونکی نه دی او امریکایان بیا توافقنامه له سره ارزوي،

img 20210201 163707

داسې مهال کې چې روزمره د افغانستان سلګونه خلک د جګړې قرباني کېږي، له دې امله چې د خلکو اصلي استازولي له ولسي جرګې سره ده؛ نو اول د پخلاینې عالي شورا له رهبري سره وینو، تر هغه وروسته هیواد کې له مهمو سیاسیونو سره ناستې کوو او بیا دوحې ته ځو او هلته له دواړو اړخونو سره خبرې کوو، تر څو وکولای شو په پای کې اصلي طرحه چمتو کړو او د واقعي سولې د تامین لپاره کار باندې واچوو.

د ښاغلي رحمان رحماني په وینا ولسي جرګه د خلکو استازولي کوي او دا ډېره مهمه ده، چې ددې جرګې غړي پوه شي د مذاکراتو په بهیر کې څه تېرېږي او کوم لوری د خبرو د ځنډ لامل دی.هغه وايي د ولسي جرګې د سولې کمېسیون به دا طرحه جوړوي چې څه ډول کېدای شي دا جرګه د سولې خبرو ته مستقیمه لار ومومي او له هرڅه باخبره واوسي.

د ولسي جرګې دریس پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې په قطر کې د افغان سولې خبرو دوهم پړاو پيل شوی دی.خو لا هم دويي د اجنډا په جزیاتو باندې توافق ته ندي رسېدلي.دويي وايي چې ډېر ژر به جزیاتو باندې خبرې پیل کړو.افغانان به نور دې بد بختی نه وساتو.او جنګ ته به د پای ټکی کېږدو.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button