نړیوال خبرونه

ولمشر غني: مونږ لا هم د سولې خبرو ته ژمن یو

ولسمشر غني: مونږ لا هم د سولې خبرو ته ژمن یو .ولسمشر محمداشرف غني یو ځل بیا طالبان د سولې خبرو کې په بې پروايي او لټي تورن کړي دي او ویلي یې دي چې دغه ډله د سولې له خبرو ځان کاږي.

جمهور ریس غنی ویلي چې افغان حکومت د سولې خبرو ته ژمن دی خو طالبان جدي مذاکراتو ته نه حاضرېږي او په یوه او بله بهانه دغه پروسه ځنډوي.هغه دا څرګندونې پرون په ارګ کې د سره صلیب کمېټې له نوي رییس ایلوا فیلیون سره په لیدنه کې کړې دي او د طالبانو دغه عمل یې غندلی دی.د ارګ د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د سره صلیب پخواني رییس د نوي رییس د معرفي کولو تر څنګ وویل چې دوی په دوحه کې د جمهوریت او طالبانو ډلې مذاکراتي پلاویو سره په اړیکه کې دي،

هغه وایی د بشري حقونو بین المللي قوانینو اړوند مسایل د عمده بحث په توګه د سولې خبرو کې په پام کې ونیسي.ارګ وایي چې ولسمشر غني د افغانستان لپاره د دغه بنسټ پر راپورونو د نیوکې ترڅنګ ویلي چې یاد بنسټ باید په افغانستان کې د ماینونو د ځای پر ځای کولو په اړه غبرګون وښیي.

ولسمشر غنی دغه راز زیاته کړې چې په دوحه کې د سولې په خبرو کې د بشري حقونو بحث ته هېڅ پام نه دی شوی او باید دغه موضوع د یادو خبرو مهمه برخه وګرځي.ولسمشر غني داسې مهال طالبان د سولې خبرو کې په بې پروايي تورنوي چې یو ځل بیا د هېواد په ګوټ ګوټ کې جګړې زور اخیستی دی او یو شمېر ولسوالۍ تازه د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.

fb img 1623405743613

دغه وضعیت عام افغانان سخت اندېښمن کړي دي او په ښکېلو اړخونو یې غږ کړی دی چې باید ژر تر ژره یوې پایلې ته سره ورسېږي، څو نور افغان وژنه ودرېږي.که څه هم مالومه نه ده چې د سولې خبرې به بیا ژر پیل شي او که نه، خو داسې هیله مندي شته چې راتلونکو څو ورځو کې به دغه لړۍ بیا پیل شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button