لوبې خبرونهنړیوال خبرونه

ولې افغانان اوس کرکټ سره زیاته مينه نه لري

اې سي بي په شفيق الله شفق د فساد له امله د ٦ کلونو لپاره کرکټ بند کړۍ د کرکټ بورډ د راپورله مخې شفق په خپله دا خبرې منلې ام دي چې خغه ثساد کې ښکېل دۍ. د کرکټ بورډ راپور ته په پام کې شو نو دا يوه قانوني او سمه پرېکړهده خو بيا هم د کرکټ بورډ په. فېسبوکپاڼه ، له زرو زياتو کسانو په تبصرو کې ٩٩ سلنه کسانو پر کرکټ بورډ سخت منفي کمېنټونه کړې دي.

په هغه وخت کې افغانستان پوره ممبرشپ هم نه درلود او له ډېرو وړوټيمونو  سره به يې لوبې ترسره کولې او خلکو به په راډيو باندې اورېدلې او من من غوښه به يې ورته اخيسته، خو اوس چې موږ بشپړ غړيتوب لرو، لوبغاړي مو په درجه بندۍ کې تر نورو مخکې دي، په ټېسټ کې هم نهم مقام ته ورسېدو، بيا هم افغانان له کرکټ ولې دومره کرکه لري؟

د کرکټ بورډ په فېسبوکپاڼه که اوګورې  د دوى پوسټونو ته لاندې کمېنټونه تعقيب کړئ، نو په پوره توګه به درته معلومه شي چې اوس خلک له کرکټ سره څومره مينه لري، ځکه هلته د خلکو له نيوکو او توندو خبرو څخه دا هر څه په واضحه پيل کېږي. ه کرکټ څخه د افغانانو د کرکې دوه ستر لاملونه دي، په کرکټ بورډ او لوبډله کې د لوبغاړو ترمنځ ستونزې

اول خو دا چې په کرکټ بورډ کې په پرلپسې توګه داسې کسان وګمارل شول ، چې له کرکټ سره يې هېڅ واسطه نه وه، هغوى يوازې د خپلو ځانونو پړسولو او د خپلو خلکو مقررولو لپاره کار وکړ او لا هم دا کار دوام لري.

دويمه د لوبغاړو ترمنځ د خپلو ملګرو او دوستانو د لوبولو په سر لانجې او د لوبډلې د لوبډلمشرۍ پر سر لانجې رسنيو ته راووتې، په ټولنيزو رسنيو کې خپرې شوې او لوبډله په څو برخو ووېشل شوه، چې په نړيوال جام کې موږ وليدل، چې د نړۍ له غوره لوبغاړو سره بيا هم موږ ونه شول کولاى کومې لوبډلې ته ماتې ورکړو.

له هغه نه بعد بيا د ګلبدين په فېسبوک په ژوندۍ بڼه راتلل، د نورو لوبغاړو مرکې او د کرکټ بورډ د قاطعيت نه شتون په خلکو کې د کرکټ او کرکټ بورډ پر وړاندې سخته کرکه راوپاروله.

په وروستيو څو لسيزو کې کرکټ هغه يوازينۍ لوبه وه چې په نړيواله کچه يې د افغان او افغانستان سم انځور نړۍ ته وړاندې کړ، خو هغه هم يو څو کسانو د خلکو پر وړاندې دومره بد کړل، چې ان اوس يې خلک په خوشحالۍ هم نه خوشحالېږي..

د کرکټ بورډ اوسنى مشرتابه چې د دولت ځدراڼ په وېنا، د کرکټ په الف با هم نه پوهېږي، که همداسې دوام وکړي، نو ښايي هغه ورځ ليرې نه ده، چې د کرکټ له نوم څخه به په افغانستان کې خلک بد وړي.

د یادونې وړ ده چې کرکټ په افغانستان یوه مشهوره لوبه ده او د کال ۲۰۱۰ نه راپرېخوا ډیره زیاته مشهور شوه اوس هم په افغانستان کې کرکټ اوس هم په افغانستان کې ډېر مينه وال لري او د انټر نیشنل سره سره ډومسټک لوبې هم کيږي. د دې تر څنګ  هاډ بال او ټینس بال لوبې هم کيږي. او په کلو او ښارونو کې ټورنمنټونه منعقد کيږي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button