ژوند

ولې په سهار کې د ګوړې شربت استعمالول ګټور او اړین وي؟

د ژمي په موسم کې ترټولو سخته خبره دا وي، چې سړی دې ګرمه بستره پرېږدي او پورته شي، نن ورځ مو همدغه ستونزه په نظر کې نېولې او د یو داسې څښاک په اړه خبرې کوو، چې نه یوازې دا چې د انسان بدن به دومره ګرم کړي چې بستره به پرېږدي، بلکې په استعمال سره به یې ټول ورځ چست و چالاک او د سړو په وړاندې به انرژي ترلاسه کړئ.

ګوړه پخپل جوړښت کې داسې ځانګړتیا لري، چې په ګرم ساتلو کې مرسته کوي، چې په همدې سبب د ژمي په موسم کې په هر یو کور کې استعمالېږي او موږ هم هڅه کړې ترڅو تاسې ته دا در وښایو چې د ورځې پیل د ګوړې په اوبو سره کول څه ګټې لرلی شي.

یوه پیاله اوبه راواخلئ، وایشوئ، بیا پکې په لږ اندازه ګوړه واچوئ او تر هغې یې پخه کړئ ترڅو ګوړه په اوبو کې حل شي، بیا راښکته کړئ چې تیار شوی مشروب لږ سوړ شي، کله چې سوړ شو بیا یې وڅښئ.

دا څښاک نه یوازې دا چې خوندور وي، بلکې لاندې ګټې هم لري: د انسان بدن د سړو په وړاندې تیاروي او انرژي ورکوي. د ټوخي، زکام او نزلې څخه مو ژغوري. د ستوني د سوخت مخنیوی کوي، تنفسي نلونه پاکوي او د اړوند ناروغیو مخنیوی کوي.

نور یی ولوله | پیسته د موسمي ناروغیو ترڅنګ نورې ګټې هم لري

دفاعي سیستم پیاوړی کوي او د ناروغیو په وړاندې مو اماده کوي. د هضم مرحله تېزوي، د قبض څخه مخنیوی کوي او معده پیاوړې کوي. وزن کموي او په ګوړه موجود طبیعي خوږلت د اضافي وازدو په اوبه کولو کې مرسته کوي، خو باید یاد مو وي چې د شکرې ناروغان باید له ډاکټر سره مشوره وکړي.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button