ټکنالوجي

وټساپ په ورځني ډول څومره مسېجونه لېږي؟

دوټساپ په ورځني ډول څومره مسېجونه لېږي؟ پیغام لېږنې یا پیغام رسونې لپاره استفاده کونکی د موبایل اپلیکیشن یا پروګرام (WhatsApp)وټساپ د خپلو کاروونکو شمېر خپور کړی دی.او په دې کې ېې د هغويي د مسجونو لېږدولو تعداد هم ښودلی.

د (Facebook) فیسبوک له ملکیت لاندې د موبایل پروګرام یا اپلیکیش لخوا د دولسمې کلېزې په ویاړ وټساپ د کاروونکو شمېر خپور کړی دی.د وټساپ له لوري په خپوره شوې اعلامیه کې راغلي، چې اوسمهال ذکر شوی اپلیکیشن دوه میلیارده کاروونکې لري او هره میاشت په دې اپلیکیشن کې سل میلیارده پیغامونه لېږل کېږي،

همداراز په ورځني ډول ترې تر یو میلیارده پورې غږېز او ویډیویي زنګونه وهل کېږي.یاد شرکت د خپلو کاروونکو د باور ساتنې لپاره ویلي، چې دوی د خپلو کاروونکو راز له ځان سره ساتي او تل به پرې عمل کوي او په ټویټر یې د خپرې شوې اعلامیې له مخې کاروونکو ته د دولسمې کلیزې مبارکي ورکړې.

هېره دې نه وي چې وټساپ د روان کال په پیل کې اختلافي اصول وړاندې کړي ول، چې بیا د کاروونکو لخوا د نېوکو سره مخ شول او پرځای یې د پیغام لېږنې د نورو اپلیکیشنونو استعمال پیل شو، چې بیا وټساپ خپل اصول رد کړل، او ډېری خلکو دا وویل جې واټساپ به پرېږدي.

screenshot 20210225 190355
واټساپ

اوسمهال یې بیا د خپلو اصولو د جاري ساتلو اعلان کړی او ویلي یې که چېرته یې کاروونکې د میي تر پنځلسمې اصول ونه مني، نو اکونټ به یې بند شي.په دې اړه سوشل میډیا کې هم ډېر پوسټونه خلکو وکړل او ویلي ېې دي چې باید ټول کارونکي احتیات نه کار واخلي تر څو ډېټا ېې محفوظ پاتې شي.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button