نړیوال خبرونه

٦ طالب زندانیان قطر کې امریکایي هډې ته وړل شوي

٦ طالب زندانیان قطر کې امریکایي هډې ته وړل شوي شپږ جنجالي طالب زندانیان قطر کې امریکایي هډو ته انتقال شوي او د خپلمنځي مذاکراتو پر مهال به قطر کې د امریکا په نظر بند کې وي. او هلته به د بهرنیو هېوادونو توافق وروسته له بنده ازاديږي.

دغه بندیانو کې هر یو، محمد داؤود، اکبر خان، نقیب الله، عبدالصبور، حکمت الله او سید رسول د افغان دولت له بند نه دي خوشې شوي ، بلکې د حکومت له بنده قطر ته د امریکا کمپ ته انتقالشوي او هلته به د امریکا په نظر بند کې دي.یوېسرچینۍ د قطر دفتر یوه غړي تأیید کړې، شپږ هغه زندانیان چې بهرني هېوادونه یې په اړه ملاحظات لري د خوشې کولو سره یې مخالفت کوي او د جرمونو دوسیې یې درنې دي، قطر ته د امریکا کمپ ته لېږل شوي او هلته نظر بند وي.

دغه بندیان به تر هغې د امریکا په پوځي هډه کې د امریکا تر نظر بند لاندې وي، څو امریکا یې د خوشې کولو په تړاو له اسټرالیا او فرانسې سره توافق ته نوي رسېدلي. د طالبانوسرچینو ویلي، چې د یادو بندیانو د پاسپورټ د عکسونو مخونه تور شوي، څو دوی بل هېواد ته په پټه سفرونه کړي.اوس پورې لا هم لا په قطر کې مېشت طالبان له دې کسانو سره په مستثیم ډول اړیکه کې نه دي، خو ښایي ژر د دوی تشریفاتي ډله ورسره له لنډ نه ملاقات وکړي.

یاد بندیانو ته افغانستان د کورنیو چارو وزارت له کابله پاسپورټونه جاري شوي او د یوې ځانګړې الوتکې په وسیله انتقال شوي دي، خو تر اوسه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ته د ارګ لخوا اجازه نه ده ورکول شي چې دا مسله خلکو سره شریکه کړي. ترڅو پټه پاتې شي او د فبرګون سره مخ نه شي.

دوحې ته د دغو بندیانو له لېږلو ښکاري چې خپلمنځي مذاکرات به هم په لنډ وخت کې وي، دواړو لوریو مذاکراتو ته چمتو دي خو تر اوسه د مذاکراتو د پیل کره نېټه نه ده خودل شوې. خو بار بار ویل شوي چې دواړه لورې سولې ته چتو دي او ټیمونه هم ګمارل شوي. نو اوس فقط د تاریخ ټاکل پانې دي.

٦ طالب زندانیان قطر کې امریکایي هډې ته وړل شوي
٦ طالب زندانیان قطر کې امریکایي هډې ته وړل شوي

د یادونې وړ ده چې څو څو ځل د بین الافغاني خبرو د پیل نېټه مخکې هم اعلان شوه خو په بیا بیا ځل د یوې او بلې خوا د بهانو او پلمو او شرطونو له کبله تر دې ځایه راغلل، لا هم باور نشته کې د بین الافغاني مذاکراتو کره نېټه اعلان شي، او ښايي دغه نيټه نوره هم وځنډول شي. نو اوس دواړو لوریو ته پکار دي چې ټیمونه ېې سره په اړیکه کې شي او نېټه نوره ونه ځنډول شي. تر څو د افغانانو د سولې ارمان پوره شي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button