نړیوال خبرونه

٩٨کلنه هندۍ ښځه په کرونا ویروس اخته کسانولپاره وړيا ماسکونه جوړوي

کرونا ویروس د نړئ ګډ ګډ ته خپره شوې ده او عام وګړو ژوند یی متاثره کړئ. دغه ناروغي ورځ تر بله په زیاتېدو ده او هره ورځ په زرګومنو کسان په اخته کيږي په دغې ناروغئ باندې د ۲۰ اکو نه زیات کسان اخته شوي  او له یو نیم لک نه زیات کسان له دې ناروغئ له امله مړه شوي دي دغې ناروغې له وجې د نړئ  نیم نه زیات هېوادونو کې لاک ډاون قرمطین شوي او عام وګړي نشي کولئ له خپلو کورونو نه  په ازاده توګه ووځي

 تر نيمايي زياته نړۍ يې په کور کېنولې او اقتصادي چارې يې په ټپه درولي دي، خو بل لوري ته يې په خلکو کې دا جذبه هم بېداره کړې ده، چې له يو بل سره مرستې وکړي. په هند کې يوه ٩٨ کلنه ښځه، چې دا يې ثابته کړې ده چې عمر يوازې يوه شمېره ده او په هر عمر کې خلک کولاى شي له نورو سره خپلې مرستې وکړي.

د دغې هېواد د پنجاب ايالت دغه ٩٨ کلنه مېرمن د هغه خلکو لپاره چې د ماسک اخيستو لپاره پېسې نه لري، ماسکونه ګنډي او بيا يې هغوى ته په وړيا ډول ورکوي. دغه ښځه چې ګورديپ کور ډاليوال نومېږي، سهار تر عبادت وروسته خپل زاړه د کاليو ګنډلو ماشين ته کېني او د ورځې ٨ ساعته ماسکونه ګنډي.

نوموړې نږور امرجيت کور هندي ميديا سره په خبرو کې ويلي دي، چې خواښې يې له دې امله دې کار ته ملا تړلې ده، چې کله يې وليدل غريب د ماسک اخيستو وس نه لري.

هغه وايي، زموږ په سيمه کې ډېرى ترکاري پلورونکي ماسکونه نه اچوي، کله چې موږ دوى ته وويل چې د ځان د خونديتابه لپاره دې ماسکونه واچوي، نو دوى راته وويل چې موږ د ماسکونو اخيستلو وس نه لري، له هغه وروسته مې خواښې دې کار ته لاس کړ او اوس هره ورځ ٨ ساعته د بې وزلو خلکو لپاره ماسکونه ګنډي.

د پنجاب ايالت اعلى وزير همدا راز د دغه ښځې ستاينه کړې ده او په ټويټر يې ويلي دي، چې په دې سخت وخت کې بايد له نورو خلکو سره همداسې مرستې وشي.

له هغه وروسته چې د دغه ٩٨ کلنې ښځې دا کار خلکو وليده، اوس يې ګاونډيان هم په دې کار کې ورسره مرسته کوي او ډېرى خلک ورته اوس د ماسکونو ګنډلو لپاره رختونه هم راوړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button