نړیوال خبرونه

ټوماس ویسټ د قطر څخه مننه وکړه

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره د لېدنې پر مهال د یوه امریکايي وګړي «مارک فري ریچز» د ازادولو په برخه کې د قطر له همکارۍ مننه کړې.

د ټوماس ویسټ لیدنې 

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، په‌دې لیدنه کې د ښځو د پیاوړتیا او د افغانستان د اقتصادي ثبات په برخه کې د امریکا او قطر پر ګډو ګټو هم خبرې شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې مارک فري ريچز د روانې اوونۍ په پيل کې د بشير احمد نورزي چې په حاجي بشر مشهور و، په بدل کې خوشې شو. حاجي بشر د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر له نږدې کسانو څخه دی

نور یی ولوله | بامیانو ته په تېر یو کال کې څومره سیلانیان راغلي؟

نور یی ولوله | د افغان ښځو د ملاتړ لپاره د امریکا نوې طرحه

توماس وېسټ همداراز زیاته کړې چې هغه د اروپايي ټولنې د بهرني خدماتو له مسوول سره هم لېدلي دي. هغه زیاته کړه، دوي د افغانانو د ملاتړ، د هغوی له بنسټیزو حقونو څخه د دفاع او د بین الافغاني خبرو په اړه د امریکا او اروپايي ټولنې د ګډو هڅو په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان اینده 

ټوماس ویسټ د خلیلزاد د ګوښه کېدو وروسته د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ګومارل شوی دی. نوموړی د طالبانو خکومت سره په بیلابیلو موضوعاتو خبرې کړي دي او دوي ته ېې خپل تازه وړانديزونه هم وړاندې کړي دي.هغه په تیر یو کال کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر سره هم لیدنې ترسره کړي دي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button