لوبې

ټیم ساوتي د نیوزیلېنډ لوبډلې د کال غوره لوبغاړی شو

د نیوزیلېنډ چټک توپ اچونکي ټیم ساوتي د ۲۰۲۲ کال د نیوزیلېنډ کرکټ د کال غوره لوبغاړی ونومول شو او د سر ریچارډ هیډلي مډال ورکړل شو.

د معلوماتو له مخې، ساوتي د ۲۰۲۱-۲۲ پړاو کې د ۲۳.۸۸ په اوسط سره ۳۶ ټیسټ ویکټې اخیستي، چې پکې د آی سي سي نړیوال ټیسټ اتلولۍ پایلوبه کې د هند پر وړاندې پنځه ویکټې هم شاملې وې.

نوموړي د انګلستان پر وړاندې په لارډز کې د ۴۳ منډو په بدل کې ۶ ویکټې ترلاسه کړې او غوره توپ اچونه یې ثبت کړه او د ۲۰۲۱ کال شل اوریز نړیوال جام کې یې هم غوره لوبې وکړې.

نور یی ولوله | ه هرات کې د ښځو د سوداګرۍ خونه بیا فعاله شوې

ساوټي وایي:((د سترو کرکټرانو په څیر زه هم د سر ریچارډ د کارنامو په اړه په هر څه پوهیدم او دا یقیناً یو لوی ویاړ دی چې سږکال د هغه جایزه ګټم.))

هغه زیاته کړه:((زما په اند دا یوازې د هغه لارې انعکاس دی، چې موږ د یوې ډلې په توګه یوځای کار کړی او د اوږدې مودې لپاره مو کرکټ لوبولی دی.))

لخوا سر ریچارډ د ټیم ساوتي ستاینه وکړه او ویې ویل، که چیرې دغه چټک توپ اچونکی خپلې ۴۳۱ ټیسټ ویکټو واړوي، نو دی به پرې وویاړي او ساوتي دا مهال ۳۳۸ ټیسټ ویکټې اخیستي دي

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button