سیمه ییز خبرونهنړیوال خبرونه

پاکستاني پولیسو د باجوه له جنجالي ویډیو وروسته د کډوالو ځورول زیات کړي

وروسته له هغه په پاکستان کې د افغانانو ځورول پیل شو چې یوه افغان باجوه په ویډیو کې وښکنځه

په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوالو رسنیو ته شکایت کړی، چې د فرانسې په پاریس ښار کې د یوه ناپېژندل شوي افغان له لوري د پاکستان د پوځ مخکیني مشر جنرال باجوه ته له توندو خبرو وروسته، د افغان کډوالو ځورول زیات کړي.

له جنرال باجوه د یوه افغان د غوسې ډکه ویډیو

په خواله رسنیو هغه لنډ ویډیويي کلېپ ډېر لاس په لاس کېږي چې یو سړی په کې د پاکستان د پوځ له پخواني مشر جنرال قمر جاوید باجوه څخه ویډیو اخلي او هغې ته په کې سپکې سپورې وايي. همدې ويډیو بېلابېل پراخ غبرګونونه پارولي دي.

دغه کس چې د ویډیو شاته کله په پښتو او کله هم په اردو خبرې کوي، وایي جنرال باجوه یې له خپلې “کورنۍ سره د فرانسې په پلازمینه پاریس کې” د تفریح یا چکر پر مهال لیدلی دي.

نور ولولئ: دقمرجاویدباجوه سفر کابل ته څه پیغام لري؟

په دغه ویډیویي کلیپ کې ښاغلی باجوه چې د یوې ودانۍ په زینو کې له يوې میرمنې سره ناست دی، ویډیو اخیستونکي ته وايي چې “ویډیو بنده کړي، کنه پولیسو ته شکایت کوي.”

خو ویډيو اخیستونکی د هغه خبرداری بابېزه ګڼي او له هغه د ویډیو اخیستو ته دوام ورکوي.

په پاکستان کې د افغانانو ځورول

په اسلام اباد کې یو شمېر افغانانو د رسنیو سیمه ییزو همکارانو ته وویل، چې باجوه ته د یاد شوي افغان د غوسې له ویډیو خپریدو وروسته، پاکستان کې د افغانانو خلاف د نفرت څپه پورته شوې ده.

سرچینې زیاتوي، چې د اسلام اباد ښار په مختلفو سیمو کې د پاکستان پولیس د افغان کډوالو ور معلومو کورونو او ځایونو ته ورځي او په لسګونه کسان خپلو مرکزونو ته بیایي.

د دوی د معلوماتو له مخې، پاکستاني پولیس افغان پناه غوښتونکي، خپل هېواد ته یې د ستنولو له ګواښ سره اړ باسي، چې دوی ته لسګونه زره پاکستاني کلدارې رشوت ورکړي.

په پاکستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغان سفارت په دې اړه څه نه دي ویلي.

افغان پناه غوښتونکي د طالبانو له رژیم او ملګرو ملتونو غواړي، چې په دې اړه غږ پورته او پاکستان افغان کډوالو سره ښه چلند ته وهڅوي، خو شنونکي وايي چې نړیوال هم په دې هکله چوپ دي.

ښاغلی باجوه په ۲۰۱۸ کال کې د فوربز مجلې په نوملړ کې ۶۸ ځواکمن کس راغلی و. په پاکستان کې د خواله رسنیو ځینو کاروونکو بیا پر ښاغلي باجوه نیوکه کړې چې “سپکو سپورو ته باید غلی نه وای ناست.”

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button