سیمه ییز خبرونه

پاکستان ته د طالبانو غبرګون؛ پر چینیانو برید په پاکستان کې پلان شوی و

طالبان وايي، پاکستان کې پر چینايي انجینرانو وروستی برید د هغه هېواد په خاوره کې پلان شوی و

د پاکستان پوځ بیا ادعا کړي وه، چې دغه برید د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې پلان شوی و او له هغه ځایه جنګیالي راغلي و، خو طالبان بیا دغه ادعا په کلکه ردوي.

د طالبانو د حکومت دفاع وزارت د پاکستان د پوځ هغه ادعا چې ګواکې په پاکستان کې پرچینایي انجینرانو خونړۍ حمله په افغانستان کې پلان شوې وه په کلکه ردکړه او هغه یې غیرمسولانه او له حقیقته لیرې وبلله.

د امنیتي ارګانونو کمزوري

د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي پرون چهارشنبې په یوه غږیز پیغام کې چې د دې وزارت په وېبپاڼه کې یې خپورکړی، وویل چې پرچینایي وګړو حمله په داسې سیمه کې شوې چې امنیتي چارې یې په کلکه د پاکستان پوځ سمبالوي.

” خیبرپښتونخوا یوه داسې سیمه ده چې د پاکستان د پوځ تر کلک امنیتي پوښښ لاندې ده. په دې سیمه کې د چینایي وګړو په نښه کېدل د پاکستان د امنیتي ارګانونو کمزوري یا هم له برید کوونکو سره یې همکاري په ډاګه کوي چې په دواړو صورتونو کي یې مسوولیت د پاکستان حکومت ته متوجه دی.”

نور ولولئ: سرچینې: په تېرو څو ورځو کې پاکستان کې ۵ بریدونو ۱۸ کسان وژلي

نور ولولئ: پاکستان کې ناامني؛ ډیره اسماعیل خان کې چاودنې ۲۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوړلې

ښاغلي خوارزمي د دا ډول پېښو د ملامتي ګوته افغانستان ته نیول، د موضوع له حقیقت څخه د توجه اړولو ناکامه هڅه وبلله.

پر پاکستاني پوځ برید کې پوځ ته مرګ ژوبله اوښتي ده

د مارچ په ۲۶ د خیبر پښتونخوا ایالت د شانګلې ولسوالۍ په بشام سیمه کې په یوه ځانمرګي برید کې ۵ چینایي انجینران او د هغوی پاکستانی ډرېور ووژل شول. د هغه برید مسولیت تراوسه کومې ډلې نه دی اخیستی.

د پاکستان د پوځ د ویاند ادعا

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف د سې شنبې په ورځ په اسلام آباد کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې دغه حمله کاملاً په افغانستان کې پلان شوې او هغه موټرچې ورڅخه په دغه برید کې کاراخیستل شوی و، هم په هغه هېواد کې چمتوشوی و.

هغه همدارنګه بریدګر هم د افغانستان تبعه وباله او ویې ویل چې د دغه برید په تړاو ۴ شکمن کسان نیول شوي دي. هغه د خپلو دغو ادعاوو لپاره شواهد وړاندې نه کړل. دغو چینایي انجنیرانو په داسوکې د اوبو بند او برېښناکوټ پرجوړولو کارکاوه.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت ویاند وویل، په دې اړه یې د چین حکومت ته اطمینان ورکړی او هغوی هم د ده په خبره په دې حقیقت پوه شوي چې افغانان په دغسې پېښو کې ښکېل نه دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button