لوبې خبرونه

پاکستان د زمبابوی او افغانستان تر منځ سیریز د کوربه توب وړانديز کړى

پاکستان د زمبابوی او افغانستان تر منځ سیریز د کوربه توب وړانديز کړى. افغانستان د ايرلېنډ لوبډلې ته په ٣ نړيوالو ونډې لوبو کې ٣-٠ سره وايټ واش ماتې ورکړه او د (ICC) سوپر ليګ کې يې په بريا پيل وکړ.

دايرلېنډ نه بعد افغانستان له زمبابوې سره د ٢ ټېسټ او ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ لري، چې د فبرورۍ او مارچ په مياشت کې ترسره کېدونکى دى.دا سيالۍ له مخکې څخه پلان شوې دي، چې افغانستان يې کوربه توب کوي، خو تراوسه پورې د دې سياليو په اړه افغانستان په رسمي ډول اعلان نه دى کړى، چې دا سيالۍ به کله او چېرته وشي.اوسمهال افغانستان سره لنډ موقعت لري نو دويي بهدارزوي چې ایا دويي ته پاکستان کې لوبه مثبت تمامه شي او که نه.

د کوېډ١٩ له امله افغانستان په هند کې د دې سياليو کوربه توب نه شي کولاى او په متحده عربي اماراتو کې ورته ګرانې پرېوځي، نو داسې ويل کېږي چې افغانستان دا سيالۍ ښايي په عمان کې ترسره کړي.خو دا لا هم نده معلومه چې عمان کې به تر سره شي او که نه ځکه تر دې دمه عمان کې د دويي کوم میچ ندی شوی.

بلخوا ځينو پاکستاني رسنيو په خپلو راپورونو کې ويلي دي، چې د پاکستان کرکټ بورډ د افغانستان او زمبابوې کرکټ بورډونو ته وړانديز کړى دى، چې دا سيالۍ دې په پاکستان کې ترسره کړي او دوى به ورته ټول امکانات برابر کړي، چې په کمو مصارفو به يې لوبې ترسره شي.

پاکستان د زمبابوی او افغانستان تر منځ سیریز د کوربه توب وړانديز کړى
پاکستان د زمبابوی او افغانستان تر منځ سیریز د کوربه توب وړانديز کړى

خو لا هم معلومه نده چې هلته پاکستان کې به ېې تر سره کړي اوکه نه ځکه هلته څه وخت وړاندې پاکستان کې نړیوالې لوبې ځنډېدلې وې او تمنیت له امله یوه لوبډله هم لوبو ته هلته نه چمتو کېد هېره دې نه وي د مارچ په مياشت کې افغانستان له هند سره هم د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ درلوده، خو دا لړۍ ځنډېدلې ده او داسې ويل کېږي، چې ښايي څو مياشتې وروسته ترسره شي.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button