نړیوال خبرونه

پاکستان سره د چين هېواد د روغتیایی وسایلو کومک کړۍ.

کرونا د پاکستان په شمول د نړۍ یو شمېر هېوادونه نيولي دي او ګڼ شمېر هېوادونو ته یی مرګ ژوبله اړولې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي په دې مرستو کې ماسکونه، د کرونا ویروس د ازموینې یا ټسټ کولو ځانګړې طبي بستې او د ډاکترانو او نرسانو لپاره ځانګړې جامې شاملې وې.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د چینايي ډاکترانو اته کسیزه ډله به دوه اوونۍ په پاکستان کې وي او له پاکستاني ډاکترانو سره به د (کوویډ-۱۹) ناروغانو په درملنه کې مرسته کوي او لارښوونې به هم ورته کوي چې څرنګه په کرونا ویروس اخته کسان وڅارل شي.

کرونا ویروس د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبې ولایت په ووهان ښار کې پیدا شو، خو چینايي چارواکو ویلي چې په ووهان کې د خلکو ژوند د عادي کېدو په حال کې دی.

په پاکستان کې پر کرونا ویروس د اخته وګړو شمېر له ۱۴۰۰ اوښتی دی.

د چین د مرستندویه ډلې د هرکلي لپاره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي هوايي ډګر ته ورغلی و.

د کرونا ویروس له امله په ټوله نړۍ کې د ناروغانو شمېر له ۶۰۰ زره زیات شوی او تر ۲۷۸۰۰ زیات انسانان له دې امله مړه شوي دي.

حکومت پرون وویل چې په هغه هېواد کې ۱۴۲۰ تنه په کرونا ویروس اخته شوي او ۱۲ تنه له دې امله مړه شوي دي.

 افغانستان کې کرونا ناروغي د هرات په شمول د هۍواد یو شمېر نور ولایاتو ته هم رسيدلۍ او ۱۰۰ نه یی ډۍر خلک نیولي دي .که څه هم دا ویروس د انسانانو ته د زیان سره سره د ژوند په نورو اړخونو هم اغېز کړۍ او په ټوله کې بیا د افغانستان یی ډۍر اسر کړۍ په دغه لړ کې یو افغان ډاکټر د دې ویروس مخنيوي لپاره یوه طرحه جوړه کړې ده،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button