نړیوال خبرونه

پاکستان عبدالله عبدالله ته بلنه ورکړې ده

پاکستان عبدالله عبدالله ته بلنه ورکړې دباکستان ورازت خارجه د مصالحې عا لي شورا مشر عبدالله عبدالله ته بلنه ورکړې ده د اوبه دې وروستیو کې له افغانستان سره د کرونا وبا له امله ټول باډرې خلاصې کړي او اوس کوشش کوي چې له افغانستان سره صادرات او واردات نور هم زیات کړي.

اوس کستان غواړي افغانستان سره هپلې اړيکې افغانستان سره جوړې کړي د پاکستان د بهرنیو چارو کرونا ځپلي وزیر شاه محمود قریشي په خپل وروستي اقدام کې ډاکتر عبدالله ته بلنه ورکړې ده چې پاکستان ته ورشي، دا چې ولې؟ په ښکاره ویل شوي چې د سولې او دواړو هېوادونو پر اړیکو به خبرې وکړي.بازې تحلیلګران وايي په دې باور دي چې پاکستان هڅه کوي د افغان سولې په روانه جنجالي پروسه کې د خپل ځان په ګټه اغېزمنه سیاست رل ولوبوي او افغان لوري ته وښیي چې مونږ خو ستاسو صمیمي دوستان یو خو په ورته وخت کې د ترهګرو ډلو ټپلو په انسجام او همغږۍ کې تر بل هر وخت زیات کوشا دي تر څو په بین الافغاني مذاکراتو کې د دوی ګټې خوندي کړي.

دغه سیاست پوه خلک زیاتوي چې په قطر کې مېشت لوړه فیصدي طالب مشران د پاکستان په پاسپورټونو دغه هېواد ته تللي دي او له هغه ځایه د افغان حکومت د کمزوري کولو او کمزوري ښودلو لپاره د آی اېس آی لکچرونه زمزمه کوي. دوی ټول افغان حکومت ته د کابل اداره وایي چې په وینا یې دا ټولې لارښوونې د پاکستان د استخباراتي مامورینو لخوا ورکړل شوې دي تر څو د ۹۰ مې لسیزې په شان ګټه ترلاسه کړي.

بلخوا د پاکستاني چارواکو لخوا افغان حکومت ته شنه څراغونه زیات شوي دي او په دې سره هڅه کوي څو ګټې ترلاسه کړي چې هم په سیمه او نړۍ کې خپل بایللی حیثیت ترلاسه کړي او هم په بین الافغاني مذاکراتو کې خپله لویه حصه ګټه خپله کړي.د دغه هېواد ميډيا وايي چې افغان حکومت او پاکستاني چارواکو په دې وروستیو کې له یو بل سره اړیکې تودې کړې دي او هڅه کېږي چې په دواړو هېوادونو کې سوداګریز فعالیتونه زیات شي.

د یادولو دهچې د بین الافغاني مذاکراتو د بحثونو له ګرمېدو سره د پاکستان لومړي وزیر د افغانستان لپاره خپل ځانګړی استازی محمد صادق چې پخوا په کابل کې د پاکستان سفیر هم پاتې شوی، وټاکه. شنونکي وایي چې د پاکستان لخوا تازه ګومارل شوی ځانګړی استازی به د سولې په روانه پروسه کې یو خورا لوی ماموریت مخته وړي او د پاکستان لپاره به د کرنل په څېر سرښندنې کوي.

دغه صاحب په ۹۰ لسیزه کې د مجاهدینو او طالبانو لپاره د ملا په جامه کې د آی اېس آی ستر مامور ؤ چې له افغانستان نه یې ټول نظامي تجهیزات د افغان مجاهیدنو او طالبانو په مرسته پاکستان ته ولېږدول.

اوس وخت د دې رارسېدلس دس چې د پاکستان دولت باید د بې ځایه کړنو نه لاس واخلي او افغانستان سره که غوواړي باید سمې دوستانه اړیکې جوړې کړي ترڅو د افغانستان د خلکو او حکومت په پاکستان باندې باور پیداشي او د افغانستان د سولې په پروسه کې مهم رول ولوبوي څکه د بازو سیاسي شنونکو په باور باندې پاکستان ترټولو نه زیات د افغان سولې په پروسه کې اغېرمن دی،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button