نړیوال خبرونه

پاکستان کابل ته خپل پروازونه بیا پیلوي

د پاکستان نړيوال هوايي شرکت (پي ای اې) ویاند وايي چې دوی له راتلونکې اوونۍ د اسلام اباد او کابل ترمنځ د خپلو مسافر وړونکو الوتکو پروازونو بیا بحالولو پلان لري.

د پي ای اې ویاند عبدالله حفیظ خان د سېپټېمبر پر ۱۱مه اې اېف پي خبري اژانس ته وویل چې د دوی هوايي شرکت ته د پروازونو د فعالولو ټولې تکنیکي اجازت نامې ورکړل شوې دي.نوموړی وویل چې د پې ای اې لومړی چارټرډ پرواز به د سېپټېمبر پر ۱۳مه له اسلام اباده کابل ته ورځي.خو تر اوسه معلومه نه ده چې پي ای اې به کله له افغانستان سره عادي پروازونه بحال کړي.

د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راهیسې، له هغه هېواد سره تجارتي الوتنې درېدلې دي.مخکې د سېپټېمبر پر نهمه د قطر اییر ویز نومي هوايي شرکت په یو ځانګړي پرواز کې شاو خوا ۲۰۰ کسانو د کابل له هوايي ډګره پرواز وکړ.

20210913 141118

دا پر دغه میدان د طالبانو کنټرول حاصلولو وروسته له هغه ځایه لومړی مساپر وړونکې پرواز و.د اګست پر ۱۵مه پر کابل د طالبانو کنټرول تر لاسه کولو وروسته، د پاکستان حکومتي هوايي شرکت پي ای اې، د یوې اوونۍ لپاره له کابله پروازونه جاري ساتلي وو.

خو بیا پي ای اې د اګست پر ۲۲مه اعلان وکړ.چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ پروازونه په موقتي ډول ځنډوي.پي ای اې د پروازونو د ځنډولو لامل د سهولتونو کمې او د کابل هوايي ډګر په ځینو برخو کې د خځلې ډېرونه و ښودل.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button