نړیوال خبرونه

پاکستان د افغانستان سره ګډه غونډه جوړوي

 دګاونډي هېواد پاکستان او افغانستان د بهرنيو چارو وزات څخه په خپرو شوو خبر پاڼو کې خپاره شوي چې افغانستان او پاکستان غواړي د سولي د پلان عملي کولو لپاره په پلازمينه کابل کې دوه اړخيزه غونډه ترسره کړي.

دهېواد د بهرنيو چارو وزارت د خبر پاڼي د خپرې وې اعلامیې پر بنسټ په دغه غونډده کې د دواړو هيوادونو د بهرنيو چارو مرستيال وزيزان برخه اخلي.خبر پاڼه زياتوي چې ياده غونډه د کابل او اسلام اباد د اړيکو په ټينګښت کې خورا اغيزمنه تماميدای شي.په خبر پاڼه کې ويل شوي چې ياده دوه اړخيزه غونډه به نن په پلازمينه کابل کې نر سره شي. د اعلاميې په وينا غونډه په عملي ډول په پنځو ډلګيو ويشل شوي چې له ترهګرۍ سره په جکړې ، سولې ،اقتصادي ، او امنتي همکاريو ، کډوالۍ او سياسي همکاريو تر څنګ د افغان سولي په اوسني وضعت به هم بحث وشي.

دا هم باید یاده کړو چې د سولې عملي پلان غونډه په کابل کې په داسي حال کې جوړيږي چې تيره اوني د پاکستان لومړي وزير عمران خان او د افغان سولې د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم د افغان سولي په تړاو يو له بل سره ټیليفوني خبري اترې وکړې.

د پاکستان صدراعظم د مصالحي عالي شورا مشر ته ډاډ ورکړ چې لنډ وخت کې به بين الافغاني مذاکرات پيل شي.د افغان سولې موضوع له هغه وروسته ګرميږي چې د طالبانو د قطر دفتر مشرتابه پلاوي څه موده مخکې پاکستان ته سفر وکړ.او هلته ېې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وزیر شاه محمود قریشي سره ملاقات درلود،

که څه هم ددې پلاوې د سفر مشخصه اجنډا معلومه نه وه خو د طالبانو د قطر دفتر سياسي وياند سوهيل شاهين رسنيو ته ويلي وو چې د طالب مشرانو.د سفر موخه پاکستان ته پر افغان سولې له پاکستاني چاوراو سره خبري اتري کول دي.طالب مشرانو د پاکستان له سفر وروسته سم دلاسه ۲۱ کسيز د سولې د مرکچي پلاوي لست ميډيا ته وړاندې کړ،

دیاد مرکچي پلاوي مشري شير محمد عباس ستانکزی کوي.ښاغلي ستانکزي رويټرز خبري اژانس ته ويلي وو چې طالبانو مشرانو داسي مرکچي پلاوی ټاکلی چې له هر ډول صلاحيت څخه برخمن دی.ښاغلي ستانکزي دا هم وويل چ که افغان حکومت د دوی پاتي ۳۲۰ بنديان خوشي کړي دوی بين الافغاني خبرو ته چمتو دي.خو افغان حکومت د ۳۲۰ طالب بنديانو د خوشي کولو لپاره دا شرط ايښي چې طالبان دي هم ۲۰۰ افغان کومانډويان او پليوټان خوشي کړي چې له طالبانو.سرهپه بند کې دي،

اوس که نړیواله ټولنه او نورې خواوې غواړي چې د سولې خبرې کامیابې کړي نو باید ټولې خواوې دبین الافغاني مزاکرات ژر تر ژره پیل ملاتړ اعلان کړي، ځکه که چېرې دغه مزاکراتو کې ځنډ رامنځته کړي نو دا به د سولې خبرو د فرست د منڅه تللو مترادف وي او افغانستان به یو وار بیا د خانه جنګې ښکار شي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button