سیمه ییز خبرونه

پاکستان کې د ناامنۍ اوج؛ کراچۍ کې د بهرنیانو پر موټړ ځانمرګی برید شوی

په پاکستان کې ناامني اوج ته رسېدلي او په کراچۍ کې د بهرنیانو پر موټړ ځانمرګی برید شوی دی

د پاکستان د سند ایالت د کراچۍ په ښار کې د پولیسو چارواکو ویلي چې په دغه ښار کې د بهرنیو وګړو په یو موټر باندې ځانمرګی برید شوی چې له امله یې دوه تنه وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

پولیسو ویلي چې په برید کې دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

خو پولیس وایي، چې په دې برید کې بهرنیو وګړو ته د سر زیان نه دی رسیدلی او هغوی ټول ددغه برید څخه بچ پاتې شوي دي.

له پولیسو سره د وسله والو ډزې

همداشان پولیسو ویلي چې دوه بریدګرهم د پولیسو په متقابلو ډزو کې وژل شوي دي.

طارق مستوي ویلي چې په موټر سایکل سپور یو ځانمرګي بریدګر د بهرنیو وګړو د موټر سره نږدې چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه چې له امله یې دوه کسان وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.

نور ولولئ: پر پاکستاني پوځ برید کې پوځ ته مرګ ژوبله اوښتي ده

نور ولولئ: پاکستان کې یوه جومات ته نژدې برید شاوخوا ۵۲ تنه وژلي دي

پولیسو ویلي په ټپیانوکې د بهرنیو وګړود امنیت دوه ساتوونکي او یو لاروی شامل دي، چې روغتون ته د درملنې لپاره رسول شوي دي.

د پولیسو مشر ویلي د چاودنې نه وروسته بریدګرو ډزې هم کړي، چې د پولیسو په ځوابي ډزو کې دوه بریدکوونکي هم وژل شوي دي.

afghan (15)
انځور؛ په کراچۍ کې د برید ځای چې د پاکستاني پولیسو له لوري کلابند شوی دی.

دغه بهرنیان جاپاني وګړي دي

د پاکستان د بلوچستان د ایالت د اطلاعاتو پخواني وزیر جان اچکزي د ایکس په خپله پاڼه لیکلي چې برید د جاپانې وګړو په موټر شوی دی.

پولیس وایي په کوم موټرچې دا ځانمرګي برید شوی په کې پنځه بهرني وګړي سپاره وو.

د پولیسو د وینا له مخې دې ځانمرګي برید کې بهرنیو وګړو ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی او د پیښې وروسته هغوي خوندي ځای ته انتقال شوي دي.

د پاکستان امنیتي ادارو ویلي و چې د بشام په سیمه کې په برید کې کارول شوی موټر له افغانستان څخه دغې سیمې ته وړل شوی وو.

دغو امنیتي دارو چارواکو ویلي و، چې د بشام د برید په ټړاو یې د څو افغانانو په ګډون ۱۲ تنه نیولي دي. د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم د بشام برید په ستخو ټکو غندلی وو.

ددغه وروستي برید پړه تراوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستي.

د یادونې وړ ده چې پاکستان کې ناامني اوج ته رسېدلي ده.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button