لوبې خبرونه

پخواني افغان لوبغاړی له بنده ازاد شو

پخواني افغان لوبغاړی له بنده ازاد شو د ملي لوبډلې يو پخوانى پلیر چې له ډېر وخت راهيسې په جیل کې بندي و، پرون د ولسمشر غني د ځانګړي فرمان په ترڅ کې له زندانه ازاد شو. نوموړې ډېره موده په زندان کې د نامعلومه جرم کې بندي وو.

د شېرالله ناصري په نوم دې پلیر د افغانستان لپاره په کومه نړيواله لوبه کې اشتراک نه وو کړۍ ، خو له ٢٠٠٩ کال وړاندې. چې افغانستان لا ون ډې اجازه هم نه اخیستې ، شېر الله ناصري د افغان لوبډلې لپاره لوبېده.هغه له زندان څخه د راخلاصېدو په تړاو د ملي لوبډلو يو شمېر لوبغاړو هم په فېسبوک کېلیکنې کړي دي او د هغه په راخوشې کېدو يې د خوشحالۍ اظهار کړۍ،

د نیشنل کرکټ تجربه کاره لوبغاړي او د نړۍ غوره الراونډر محمد نبي په يولیکنې کې لیکلي ډېر خوښ يم چې د کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبغاړى ګران ملګرى شېر الله ناصري له اوږد بند وروسته نن ازاد شو.هغه شېر الله ناصري زړور او کرکټ ته ژمن انسان بللى دى. (نوموړى زړور، رښتونى، ملت او کرکټ ته ژمن انسان دى.

نبي همدا رنګه په دې پوسټ کې ليکلي دي: ښاغلى ناصري د ولسمشر د ځانګړي فرمان په ترڅ کې ازاد شو. ځاى لري چې په دې برخه کې د ټولو ملګرو او خاصکر د ښاغلي انتظار خادم نه مننه وکړم، چې د وطني ګټو د خونديتوب او ځوان نسل ته د خدمت روحيې په منظور يې د ښاغلي ناصري په خلاصون کې هڅې کړي دي،

بلخوا بیا دا تراوسه پورېمعلومه نده چې شېر الله ناصري د کوم جرم له وجهې بندوو، خو نوموړي د پلچرخي زندان کې د کرکټ لوبو لپاره يو مېدان هم جوړ کړى و، چې هلته به پکې بنديانو د کرکټ لوبې تر سره کولې نوموړي به هلته ټریننګ کولو او هره ورځ ېې د نورو لوبغاړو سره مېجونه هم کول، اوس باید د کرکټ اداره د ناصري لپاره چانس برابر کړي ترڅو نوموړۍ د افغانستان لپاره د خدمت جوګه شي،

د ٢٠٢٠ کال د جنورۍ په مياشت کې شېر الله ناصري په يو پوسټ کې هم د دغه لوبغالي يادونه کړې وه او د دې لوبغالي د جوړولو په برخه کې يې د محمد نبي، شاپور ځدراڼ، نجيب ځدراڼ، رحمت شاه او ځينو نورو کسانو څخه مننه هم کړې وه.

پخواني افغان لوبغاړی له بنده ازاد شو

اوس باید دولت او د کرکټ بورډ اداره دواړه د ناصري د ستاینه وکړي او هغه لباره د خدمت کولو زمینه برابره کړي ترڅو کرکټ بورډ اداره د نوموړي د تجربو نه ګټه پورته کړي او افغانستان په ټيم کې ورته ځاي وورکړي څکه نوموړۍ تکړه با استعداده او د ښه اخلاقو شخصیت دی عام وګړي هم د نوموړي په باره کې ښه ذهنیت لري دوی هم په سوشل ميډیا کې د نوموړي ستاینهکړې ده او د کرکټ بورډ نه ېې د نوموړي د لوبولو غوښتنه هم کړې ده،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button