نړیوال خبرونه

پرطالبانودې بریدونه بندشي ولسمشرغني

ولسمشر پرون، د فبرورۍ په ۲۱مه نېته په ټول هېواد کې امنیتي او د فاعي ځواکونو ته امر وکړ چې پر وسله‌والو طالبانو حملې بندې کړي.

د امریکا اوطالبانو ترمنځ د موافقې له مخې، د بېګا شپې له ۱۲ بجو د فبرورۍ تر ۲۹ مې به په ټول افغانستان کې تاوتریخوالی کم وي.

اشرف غني پرون په ټلویزوني وینا کې وویل چې د افغانستان امنیتي ځواکونه به په دفاعي حالت کې وي.

ښاغلي غني زیاته کړه: “اوس چې د سولې لپاره زمینه برابره شوې، له دې فرصته موږ د خپلو خلکو برحقه غوښتنه مطرح کړه چې طالبان اوربند ومني او مذاکرات پېل شي، خو دا چې د طالبانو ډلې د تاوتریخوالي په کموالي هوکړه وکړه، داهم اوربند او پایه دارې سولې ته د رسېدو لپاره یو مهم ګام دی.”

د  طالبانو د نظامي چارو کمېسیون هم یو بیان خپور کړی او ویلي یې دي چې تر راتلونکې شنبې به د افغانستان پر امنیتي او دفاعي ځواکونو او امریکايي قواوو حملې نه کېږي.

په خبرپاڼه کې وسله‌والو طالبانو ته ویل شوي چې دافغانستان د حکومت تر کنټرول سیمو ته له تګه ډډه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وویل چې په یوه اوونۍ کې د تاوتریخوالي د کمولو پرېکړه په بریالیتوب عملي شوه، د فبرورۍ په ۲۹مه به امریکا له طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک کړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button