لوبې خبرونه

پريټي زنټا د افغانستان لوبغاړي محمد نبي ته په ښه بالنګ اوبیټنګ مبارکي ویلې

د هند سینما مشهورې هنرمندې پريټي زنټا تېره ورځ په کارابين پريمئير ليګ کې په ښه پرفامنس ترسره کولو محمد نبي ته مبارکي وویله.او هغه ېې د لوبې د ګټونکي لوبغاری وبله، هغې وویل د محمد تبي ښه بیټینګ او باللګ له امله دغه ټيم لوبه وګټله،

د کارابين پريمئير ليګ کې د بارباډوس ټريډينټس او سينټ لوسيه زوکس لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه، چې ټريډينټس په ١٨.١ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٣١ منډې وکړې، خو د باران له امله لوبه وځنډېده.وروسته د ډي ايل قانون له مخې زوکس لوبډلې ته په ٥ اورونو کې د ٥٠ منډو هدف وټاکل شو، چې زوکس لوبډلې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو ورته ټارګټ پوره کړ

نبي په دې لوبه کې ١ لوبغاړۍ وسوزو او همدا رنګه ١ کېچ يې هم واخیست ، د دې تر څنګ په توپوهنه کې يې په ٦ توپونو ١٥ منډې وکړې او خپله لوبډله يې بريا ته ورسوله.هغه ته د ښې لوبې ترسره کولو په بدل کې د لوبې د غوره لوبغاړي یا مین اف دي میچ اعزاز هم ورکړل شو نوموړي په ډېر لګ بالونو باندې ډېرې منډې جوړې کړ هغه یو ښه کيچ هم واخیست،

پريټي په خپل يو ټويټ کې د سينټ لوسيه لوبډلې ته په کارابين پريمئير ليګ کې په لومړۍ بريا مبارکي ویله ده او همدا رنګه د نورو برياوو هيله يې هم ښودلې ده .هغې په ځانګړې توګه بيا محمد نبي ته مبارکي ویله ده، چې د دغه لوبې غوره لوبغاړى و.محمد نبي هم د پريټي زنټا ياد ټويټ ريټويټ کړى دى.پریټي ویلي چې ټولو اوبغاړو ښه لوبه وکړه خو بیا په ځانګړي ډول محمد نبي ښه لوبه کړې او ورته دې مبارک وي،

پريټي زنټا د افغانستان لوبغاړي محمد نبي ته په ښه بالنګ اوبیټنګ مبارکي ویلې
پريټي زنټا د افغانستان لوبغاړي محمد نبي ته په ښه بالنګ اوبیټنګ مبارکي ویلې

هېره دې نه وي چې پريټي زنټا په کارابين پريمئير ليګ کې د سينټ لوسيه زوکس لوبډلې مالکه ده، دا لوبډله د پريټي زنټا په ګډون ٤ هنديانو اخيستې ده.د پريټي زنټا پرته موهيت برمن، نيس واډيا او کرن پاول هغه کسان دي چې د دې لوبډلې مالکيت لري.دغه خلک اکثره ټویټونه کوي او خپل ټيمونه تشویق کوي ترڅو دويي بیا ځل لپاره ښه لوبه وکړي،

دا هم باید یاده کړو چې په یاد لیګ کې د افغانستان لخوا محمد نبي راشد خان او مجیب ځدران شامل دي دويي څه موده مخکې دغه لیګ ته ځانونه رسولي وو بلخوا بیا دغه لوبغاړي د افغانستان کورني لیګ شپږيزه لیګ کې هم شامل دي خو اوس سوال دا دې چې ایا دویي به وکولۍ شي چې شپږیزې ته ځان راورسوي او که نه ځکه سفرونه هم د پخوا په څېر لا هم نورمال ندي،خو کرکټ بورډ وايي چې دويي به په شپږيزه کې شامل وي او قوي امکان شته چې زانونه ورته راورسوي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button