نړیوال خبرونه

پنټاګان: له افغانستان څخه د پوځيانو ایستلو په اړه د ټرمپ ستراتیژي بیا ځلې کتل کیږي

پنټاګان له افغانستان څخه د پوځيانو ایستلو په اړه د ټرمپ ستراتیژي بیا ځلې کتل کیږي داسې حل کې چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي تړون پر بنسټ له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شوې ده د امریکا دفاع وزارت وايي د فوځیانو د وتلو دغه ستراتیژي به بیا ځلې وکتل شي.

د یو رسنی د راپور په اساس، د امریکا د دفاع وزارت نوې رهبري به له افغانستان او عراق څخه د امریکایي عسکرو د خروج پر ستراتيژ ي له سره غور وکړي او په دې برخه کې راتلونکي اخیستل کېدونکي ګامونه به د دواړو هیوادونو له حکومتونو سره تر مشورې وروسته اخیستل کېږي.د پنټاګان ویاند جان کربي وايي، نوې رهبري به د ټرمپ له لوري غوره شوې ستراتیژي وارزوي او په دواړو هیوادونو کې د عملیاتو د وضعیت او هلته د مصرفېدونکو منابعو په اړه به ځان سزه معلومات ولري.

دده پر وینا د نوې ادارې په اهدافو کې بدلون نه دی راغلی او هر ځای به د امریکا د متحده ایالاتو ګټې خوندي کوي او له «ترهګرو» سره د مبارزې ماموریت به روان ساتي.د پنټاګان د چارواکو پورتنی دریځ داسې مهال دی، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي تړون په اساس له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده

پنټاګان له افغانستان څخه د پوځيانو ایستلو په اړه د ټرمپ ستراتیژي بیا ځلې کتل کیږي
پنټاګان له افغانستان څخه د پوځيانو ایستلو په اړه د ټرمپ ستراتیژي بیا ځلې کتل کیږي

او زرګونه ناټو او امریکايي عسکر له افغانستانه وتلي.د یاد توافق له مخې ټول بهرني ځواکونه باید د روان میلادي کال د می میاشتې تر پایه له افغانستانه ووځي.او افغانسان ترک کړي خو اوسمهال ویل کیږي.چې که چیرې د جوبایډن حکومت بدل شي نو ښایي دا توافق کې بدلون راشي۔

خو بلخوا بیا طالبان وایي دا توافق د افغانستان او امریکا د ولسونو په ګټه دی او اړینه ده چې د امریکا نوې اداره یې عملي کړي.دويي زیاتوي چې که چېرې حکومت صحیح سوله غواړي نو باید د دوحې د توافق په نقشه مخې ته لاړ شي.ځکه په دغه توافق کې داسې لاره تعقیب شوې چې د ټولو افغانانو حق پکې خوندي کیږي.

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button