ټکنالوجي

پنځه هغه لارې چارې چې په لړ کې یې کولی شو انګليسي ژبه زده‌ کړو

د ژبپوهانو له نظره انګلیسي ژبه په ټوله نړۍ کې د اړیکو لپاره تر ټولو نږدې او غوره وسیله ده

انګلیسي ژبه د نړیوالې ژبې په توګه پیژندل شوې ده، که چیرې تاسو غواړئ آن‌لاين تجارت ولرئ، له لرې لارې لوړې زده ‌کړې وکړئ او يا هم الکترونيکي پيسې وګټئ بايد انګليسي ژبه زده‌ کړئ.

د انګليسي ژبې د آسانۍ او ارزښت په اړه د مسلم کورس استاد فردین ساپی په دې اړه داسې توصیه کوي او وایي، انګلیسي ژبه یو علم نه دی بلکې دا یوازې یوه ژبه ده او دا ژبه ډیره آسانه ده.

اوس به هغه پنځه لارې چارې وړاندې کړو چې د انګليسي ژبې زدکولو لپاره له موږ سره مرسته کولی شي.

  1. له هغو خلکو سره اړيکه نيول چې انګليسي ژبه يې زده وي:

د يوې بهرنۍ ژبې په زده کړه کې تر ټولو مهمه داده چې له هغه خلکو سره په اړيکه کې شو چې نوموړې ژبه يې زده وي او که وکولی شو له داسې کسانو سره په ارتباط کې اوسو چې انګليسي يې مورنۍ ژبه وي اغيز يې نور هم ډېريږي. اوس خو د انټرنېټ نړۍ ده او دغه چاره په آسانۍ ترسره کېدای شي.

نور ولولئ: هغه ژبې چې تاسو یې باید زده کړئ

  1. خپل چاپيريال انګليسي کړو:

دا په دې مانا چې له خپل موبايل يې پيل کړو، د خپل موبايل ژبه انګليسي کړو په دې سره زموږ د لغاتونو زيرمه ډېريږي او نوي کلمات زده کولی شو. بله دا چې له ځان سره په انګليسي ژبه وغږيږو که څه هم په لومړيو کې شايد دقيق نه اوسو خو د وخت په تېريدو اصلاح کيږي. ځينې پوهان خو آن توصیه کوي چې خپل فکر او سوچ بايد په انګليسي ژبه وکړو.

  1. په خپله مورنۍ ژبه کې د انګليسي ژبې ځينې کلمات وکاروو، ابتدايي ګرامر يې زده کړو او د لغاتونو ذخیره قوي کړو:

کله نا کله که يوه انګليسي کلمه يا عبارت د خپلې مورنۍ ژبې سره يو ځای وايي دا ګټه لري چې هغه کلمه يا عبارت مو په ذهن کې ښه کيني او بيا مو هېر نه شي او خپل انګليسي قاموس هم داسې قوي کولی شو چې نوي کلمات يوازې په لوستلو نه زده کيږي بلکې هغه بايد په جملو کې استعمال شي او له څو زده شويو نه بيا يو لنډ متن وليکو.

  1. په انګليسي ژبه ناولونه او لنډې کيسې واورو او هم انګليسي فلمونه وګورو:

په انګليسي خبرونه او ورځپاڼې لوستل او هم يې تر څنګ ناولونه او کيسې آوريدل ډېر ګټور دي او هم ورسره په څنګ کې انګليسي فلمونه وګورو په دې سره موږ نوي کلمات زده کولی شو او هم څه ډول چې اصل تلفظ کيږي هغه زده کولی شو.

  1. له يو څه زده کړې وروسته په انګليسي ژبه ليکل وکړو:

په انګليسي ژبه يو څه ليکل وکړو له ليکلو ورسته يې په پوه خلکو وارزو چې په دې سره خپلو نیمګړتیاوو ته متوجه کيږو او هم يو څه ترې خپلې مورنۍ ژبې ته راوژباړو او برعکس انګليسي ته هم له خپلې مورنۍ ژبې ژباړه وکړو.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button