نړیوال خبرونه

په امریکا کې د ماشومانو په ګډون ۱۳ کسان اور لګېدنه کې مړه شوي

د امریکا فلاډلفیا ښار په یوه استوګنیزه ودانۍ کې د اور لګېدو له کبله لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي. د ٔفلاډلفیا اور وژنې ادارې مسوولین وايي، وژل شویو کسانو کې لږ تر لږه اووه ماشومان هم شامل دي.

اور له ځايي وخت سره سم شپږ بجې په یوه داسې ودانۍ کې ولګېد، چې خلک په کې ژوند کوي. د اور وژنې ځايي ادارې مشر کریګ مورفي خبریالانو ته وویل، په ژوند کې یې د اورلګېدو دومره ناوړه پېښه نه وه لیدلې.

نور یی ولوله | طالبان وايی چې پر ډیورنډ لیکې رامنځته شوې جنجال له دیپلوماتیکو لارو حل کوو

نوموړی وايي، د ودانۍ اته اوسېدونکي د اور لګېدو پر مهال توانیدلي له دې ځایه ووځي. داسې باور کېږي، چې د اور لګېدو پر مهال دې درې پوړیزه ودانۍ کې لږ تر لږه ۲۶ کسان وو. دا ودانۍ چې اور پکې لګېدلی د فلاډلفیا کور جوړولو دولتي شرکت ملکیت ده او په قانوني توګه له ۱۹۵۰ کلونو راهیسې د اوسېدو په دوو بلاکونو وېشل شوې ده.

چارواکي وايي، ۲۰۲۰ کال کې وروستی ځل د ودانۍ معاینې پر مهال دې کې د لوګي معلومولو څلور الات لګېدلي وو، چې اوس د اور لګېدو پر مهال یو هم نه دی فعال شوی. ښاغلي مورفي له خبریالانو سره خبرو کې وویل، که څه هم د اورلګېدو دا پېښه مشکوکه نه بلل کېږي، خو په خبره یې د سر اوښتي درانه زیان ته په کتو به د پېښې په هکله بشپړه پلټنه وشي.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button