ستاسې اند او نظرنړیوال خبرونه

په انساني بدن باندې دسوديم اغېز

اوسني وضعیت مکې مختف ډاکټران مختلف درمل خايی همداراز د سوديم په ورځني ژوند کې د مالګې په ډول کارېږي يا هم يادېږي، د دسترخوان مالګه د دوه منرالونو ترکيب دی، دا سوديم او کلورين دي، سوديم په بدن کې په ځانګړي ډول د عصبي ريښو د فعاليت او د بدن د معاياتو د توازون په ساتلو کې مهمه دنده لري، اوس په دې ليکنه تاسې ته د سوديم د لوړوالي، ټیټ والي او ددې د تاثيراتو په هکله کافي معلومات درکوو.

د بدن لپاره يو تر ټولو اړين منرال دی، د سوديم يو ښکاره سرچينه موږ او تاسې ټول پېژنو او هغه زموږ د دسترخوانونو مالګه ده، سوديم د عصبي خبرونو د انتقال، د بدن د معاياتو د توازون، د عضلاتو د حرکتونو او د بدن په مختلفو غړو کې نورې مختلفې دندې ترسره کوي، په ورځني ډول د انسان بدن يوازې د ماشومانو د کاشوغې په اندازه مالګې ته اړتيا لري، په وینه کې بيا د سوديم نورماله اندازه د ۱۳۵ او ۱۴۵ دى.

په يو ليتر وینه کې د ۱۴۵ ملي مول څخه زيات سوديم د هيپرناترمي يا د سوديم د لوړوالي په مانا راځي، يانې په دې پروسه کې د بدن څخه وتلې اوبه د بدن د ترلاسه کړو اوبو څخه زياتې دي، که په دې لږ رڼا واچوو نو بايد ووايو چې په بدن کې بايد سوديم او اوبه يو توازون ولري، که چېرې اوبه زياتې شي د سوديم اندازه کمېږي او که چېرې په بدن کې اوبه کمې شي نو د سوديم اندازه کمېږي.

تږي کېدل، هغه خلک چې په بدن کې يې د سوديم سویه لوړه وي نو ډېر ژر ژر تږي کېږي، که دا سويه ډېره لوړه وي نو يو ډول بې حاله کېدل، سر ګرځېدل، په عضلاتو کې حساسيت او داسې نورې نښې هم ليدل کېدی شي.

ډېر زيات خولې کېدل او د ډېرو زياتو اوبو اخيستل د سوديم اندازه راکموي، په دې مانا چې د خولو په وخت کې د خولو سره د بدن څخه سوديم هم د مالګې په ذايقه وځي او که  زياتې اوبه واخيستل بيا نو په وینه کې د اوبو سویه تر سوديم لوړېږي چې په پايله کې بيا د سوديم کم والی رامنځته کېږي.

په يو ليتر وینه کې د ۱۳۰ ملي مول څخه کم سوديم ته هيپوناترمي او يا هم د سوديم کم والی ویل کېږي.

په انساني بدن باندې دسوديم اغېز

بې حاله کېدل، هغه خلک چې په بدن کې یې د سوديم اندازه کمه شي يو ډول بې حاله، بې شيمې او بې انرژۍ وي، ژر ستړي کېدل، د سر درد، د معدې بد والی، استفراق، بې حضوره کېدل، تنګېدل، بې اشتها کېدل، د عضلاتو ضعیف والی، د عضلاتو دردونه، د ذهن تياره کېدل يانې يو ډول يو شی سم نه درک کول د شعور کمېدل، زياته غوسه او رېږدېدل هم د سوديم د کم والي نښې نښانې دي.

هغه کسان چې په بدن کې يې دا نښې نښانې، هغه که د سوديم د کم والي وي او يا هم د سوديم د زيات والي، په اسانۍ د تداوۍ وړ دي، په دې کې د اندېښنې ځای نشته، پکار ده چې ناروغ روغتون ته ولاړ شي که یې په بدن کې سوديم کم وي د ډاکټر د لارښوونې مطابق به ورته سپارښتنه او تداوي وشي او که یې په بدن کې سوديم زيات وي هم به ورته لازمې لارښوونې او تداوي یې وشي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button