په انقره کی د طالبانو او ترکی چارواکو خبری شوی
انقره –
د طالبانو او ترکي چارواکو انقره کې پر ټولشموله حکومت،د نجونو زدکړو، کډوالۍ او هوایي چلن خبرې وشوې له دوحې وروسته د طالبانو د حکومت پلاوی چې مشري یې وزیر امیر خان متقي کوي انقرې رسیدلی
او د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاووش اوغلو سره یې لیدلی
ترکي چارواکو د کابل هوايي ډګر موضوع ډیره مهمه ګڼلی او طالب پلاوي د دوی په رسمیت پيژندل مهم دنده ګڼلی له غونډې وروسته د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو خبریالانو ته وویل چې د دوی له نظره د طالبانو له ادارې سره تعامل مهم دی، خو د طالبانو حکومت په رسمیت پیژندل او ور سره تعامل دوه بیلی ستونزی دي ښاغلي زیاته کړه
موږ نړیوالې ټولنې ته د طالبانو اوسنۍ حکومت سره د تعامل ارزښت ګورو . واقعیت دادی چې ټوله نړیواله ټولنه دا نظر تاییدوي. په رسمیت پيژندل او تعامل دوه بیلابیلې ستونزی دي د ترکیې الوتنو په اړه داسې مهال خبرې کېږي چې د پاکستان دولتي هوایي شرکت (پي ای اې) اعلان کړی چې افغان طالبانو یې په چارو کې لاسوهنه کوي او دوی له همدې امله د اسلام اباد او کابل ترمنځ به خپلې الوتنې بندوی
ا هم ولولئ | اردوغان: ترکیه نور افغان کډوال نه قبلوي
افغان طالبانو تر دې دمه د (پي ای اې) دې ادعاو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی خو همدا نن پنجشنبه یې له یاد شرکت نهغوښتي وو چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د هوایي سفر ټکټونو بیې راکمې کړی کېږي چې له (پي ای اې) او کام ایئر شرکتونو پرته افغانستان کې د نورو خصوصي او نړیوالو شرکتونو فعالیتونه بند شوي د ترکیې بهرنیو چارو وزیر خبریالانو ته وویل، چې بهر کې د افغانستان د شتمنۍ کنګولو ستونزه کې هم باید نرمي وشي چې لږ تر لږه د دولتي کارکوونکو میاشتني تنخواګانی ورکړل شي چی د افغانستان اقتصاد باید خراب نشی