ځایی
رجحان

په ایران کې د بس چپه کېدو له امله عراق ته تلونکي ۲۸ پاکستانيان وژل شوي

په وژل شویو پاکستانیو شیعه‌ګانو کې ۱۱ ښځې او ۱۷ تنه نارینه شامل دي

پاکستان دغه پېښه ددغه هېواد لپاره تر ټولو خونړۍ او خواشینوونکي بللي ده.

په ايران کې د پاکستان سفير محمد مدثر وايي د ايران په مرکزي ولايت يزد کې د پاکستاني زيارت کوونکو د يوه بس د چپه کېدو له امله لږ تر لږه ۲۸ تنه وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان دي.

رويټرز خبري اژانس د ايراني پوليسو د لومړنيو معلوماتو له مخې ويلي، پېښه د چارشنبې په شپه د بس د برېک سيستم کې د خرابۍ له کبله رامنځته شوې ده.

نور ولولئ: اروپايي ټولنه: له پاکستانه راغلو افغان کډوالو سره ۶۱ میلیونه یورو مرسته کوو

نور ولولئ: اروپايي ټولنه وايي افغانستان په نړۍ کې د اقلیم تر سختو اغیزو لاندې هېوادونو په لېست څلورم هیواد دی

د وژل شویو شمېر

د يزد ولايت د بېړنيو خدمتونو د مسوول په وينا، په وژل شويو کسانو کې ۱۱ ښځې او ۱۷ تنه نارينه شامل دي.

تر دې وړاندې پاکستاني رسنيو د ايران رسمي رسنيو په حواله د وژل شويو کسانو شمېر ۳۵ تنه ښودلی و.

د راپورونو له مخې ټپيان او وژل شوي کسان ځايي روغتون ته لېږدول شوي دي. د اې اېف پي خبري اژانس د راپور له مخې، د بېړنو مرستو د څانګې يوه چارواکي محمد علي ملکزاده دولتي خبري اژانس ته ويلي چې د ۱۴ تنو ټپيانو حالت نازک دی.

راپورونه وايي ډېری زيارت کوونکي د سند د بېلابېلو سيمو اوسېدونکي دي.

د یادې پېښې په تړاو د پاکستان خواشیني

ایران,عراق,پاکستانيان وژل

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په ايران کې د پاکستاني زيارت کوونکو د وژل کېدو له کبله خواشيني ښودلې او د بهرنيو چارو وزارت ته يې لارښوونه کړې چې مړې پاکستان ته واستوي او له ټپيانو سره په وخت مرسته وکړي.

په ايران کې د پاکستان د سفير محمد مدثر په وينا، د سفارت چارواکي د چارشنبې په سهار له تهرانه اووه سوه کيلومتره لېرې يزد ته تللي او په وينا يې دوی د ايران له حکومت او د يزد له ښاروال سره په اړيکه کې دي.

د دغو زيارت کوونکو د ډلې يوه مشر اطهر شمسي په يوه ويډيويي پيغام کې ويلي چې دوی په دوو بسونو کې سپاره او عراق ته روان وو چې پر لاره يو بس د پلټنې له ځای سره نژدې ټکر شو.

هر کال په ميليونونو شيعه زيارت کوونکو عراق ته سفر کوي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني شیعه ګان عراق ته هم سفرونه کوي او په زیارتونو ګرځي.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button