نړیوال خبرونه

په بازارونو کې د زړو بانک نوټونو په هلکه د خلکو شکایت

ځينې هېوادوال په بازارونو کې د زړو بانکنوټونو له زیاتوالي شکایت لري. د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي وایي،چې د زړو بانکنوټونو کارولو یې ستونزې زیاتې کړې دی.

د کابل اوسېدونکی جعفر وايي:«د افغانستان د پیسو کابو اتیا سلنه زړې شوې دي، ټولې پیسې زړې او څيرې څيرې دي، اصلاً په راکړه ورکړه کې نوې پیسې نه لرو.» بل خوا د کابل یو شمېر اوسېدونکي وایي چې ډېری هټۍوال او هېوادوال د بانکنوټونو په تېره بیا د میده پیسو د بانکنوټونو ساتنې ته پام نه کوي.

دوست محمد وویل:«که چېرې پیسې په سیمه طریقه وساتل شي، هر څوک چې یوه حیبي بټوه ولري، پیسې په سیمه توګه ساتل کېږي، هېڅ ستونزه نه ده.» بل خوا د مالي او بانکي چارو یو شنونکی په دې باور دی چې باید د افغانستان بانک د پېسو د چاپولو هڅه وکړي څو د بانکنوټونو د کمښت مخه ونیول شي.

نور یی ولوله | افغانستان کې د حجاب رعایت فرمان ته نړۍوال غبرګونونه

د مالي او بانکي چارو شنونکی سیر قریشي څرګندوي:«له تحولاتو وروسته چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵ وروسته رامنځته شول، فرانسوي شرکت چې افغانستان ته یې پیسې چاپولې نورې چاپ نه کړې.»

اخوا اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې نوې بانکنوټونه چاپېږي:«د زړو پیسو په برخه کې هڅه کوو چې نوې شي، دا اړتیا ده چې له حد زیاتې چاپ شي په پلان کې نه دي، د افغانستان پیسې د اوس لپاره کافي دي.»

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د نغدو پیسو د کموالي په تړاو خبرداری ورکړی و او ویلي یې و چې د نغدو پیسو کموالی به د افغانستان د اقتصادي سقوط لامل شي چې دا کار به د افغانستان د خلکو لپاره بدې پایلې ولري.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button