ژوند او ټولنهنړیوال خبرونه

په روژه ماتي او پېشلمي کې دې سابه او مېوه‌ وخوړل شي

د روژه ماتي او پیشلمي لپاره ښه خواړه ډېر مهم دي چې د انسان پر روغتيا مستقيم اغيز لري

د روژه ماتي او پیشلمي په خوړو کې دقت مهم دی ځکه چې ټوله ورځ بايد له ١٧ تر ١٨ ساعتونو پورې بې ډوډۍ ګوزاره وشي او څوک چې په روژه کې ښه او انرژۍ لرونکي خواړه خوري د هغو ورځ هم ښه وي.

په پیشلمي کې ښه ده چې لاندې خواړو وخورو:

۱- مېوه اوسبزي: دا چې مېوې او سبزي په زیاته کچه فایبر لري نو د روژې په میاشت کې یې د زیاتو کارولو سپارښتنه کېږي. مېوې او سبزي مو تر ډېره ماړه ساتي او له قبضیت څخه مخنیوی کوي. دغه راز مېوې او سبزي په خپل ترکییب کې په زیاته کچه بېلا بېل وېټامینونه، معدني مواد او نور کېمیاوي مواد لري چې د انسان د روغتیا لپاره خورا ګټور دي.

۲- وریجې او د دې کورنۍ نور ډولونه: هغه خواړه چې په زیاته کچه فیبر او کاربوهایدرېت لري لکه قهوه یي وریجې، سبوس لرونکې ډوډۍ، چې تر ډېره د بدن د اړتیا وړ انرژي تولیدوي، د ورځې په اوږدو کې درسره مرسته کوي چې ژر وږي نه شئ.

۳- غوښه او دې ته ورته: له پوستکي پرته د چرګانو غوښه او هغه لبنیات چې غوړ یې یو څه کم وي، په زیاته کچه پروتین لري. پر دې سربېره د بدن د غښتلتیا لپاره هم خورا ګټور دي او له دفاعي سېستم سره مرسته کوي. هغه لبنیات چې په ترکیب کې یې کلسیم هم وي د هډوکو د کلکېدو لپاره ګټور دي.

هغه خواړه چې په روژه ماتي کې يې کارول ګټور دي

روژه ماتی نو بیا هغه وخت دی چې د ورځې په اوږدو کې له لاسه وتلې انرژي باید بیا تر لاسه شي. هغه خواړه چې په دې وخت کې یې خورئ باید د بدن د اړتیا وړ مواد ټول په کې وي.

لکه مېوې، سبزي، وریجې او د وریجو د کورنۍ نور ډولونه، غوښه او د لبنیاتو بېلا بېل ډولونه. کېدای شي زيات خلک دې ډول خوړو ته لاس رسی ونه لري خو بیا هم باید هڅه وشي چې لږ تر لږه په روژه ماتي کې یوه اندازه مېوه، یو څه سبزي او نور اړین څه را پیدا کړي چې خپله روغتیا یې تضمین کړې وي، ځکه که انسان روغ وي هر څه کولی شي. تر هر څه وړاندې باید خپلې روغتیا ته پام وشي.

د غوړو کچه دې هم راټیټه شي

هڅه وکړئ په روژه ماتې او پیشلمي دواړو کې د غوړو کچه را کمه کړئ. له داسې غوړو څخه ګټه اخلئ چې اشباع شوي نه وي لکه د سویا او کانولا غوړي. د غوړو د زیانونو په اړه به مو ډېر اورېدلي وي، ډېری روغتیاپالان کورنیو ته د اوبلنو (مایع) غوړو سپارښتنه کوي او له جامدو غوړو یې منع کوي؛ دوی وایي چې جامد غوړ د وینې رګونه بندوي چې په پایله کې د بدن لرو برخو ته وینه سمه نه رسېږي او د وینې د لوړ فشار او د زړه د سکتې لامل کېږي.

تور ولولئ: په افغانستان کې 2023 روژه: څنګه ولمانځل شي

د انګورو د هستې او کنجدو غوړي چې نن سبا په ډېرو کورنیو کې دود شوي تر ټولو ښه غوړي دي

دا چې مایع نباتي غوړ د جامدو هغو په پرتله د بدن لپاره ګټور دي، نو کورنۍ اړې دي چې خپلې روغتیا ته په پام سره په خپلو خوړو کې له مایع غوړو څخه کار واخلي. مایع غوړ هم داسې نه دي چې په هېڅ ډول د روغتیا لپاره زیان نه رسوي، کېدای شي چې د ډېر وخت لپاره یو ډول مایع غوړي هم وکارول شي زیان رسوونکي ثابت شي. له همدې کبله روغتیا پالان وایي چې په یوې یا دوو میاشتو کې د خپل پخلي غوړ بدل کړئ؛ د مثال په ډول که مو یوه میاشت په خوړو کې د کنجدو غوړي کارولي وي، د یوې بلې میاشتې لپاره بیا د سویا غوړي وکاروئ.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button