Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

سیمه‌ییز
رجحان

په سوات کې وسله والو يو پولیس وژلی او بل یې ژوبل کړی

د لاسي بم له امله په سوات کې يو پولیس وژل شوی او بل ټپي شوی دی

د خیبر پښتونخوا په سوات کې چارواکي وايي چې په لاسي بم بريد کې يو پولیس سرتېری وژل شوی او بل زخمي دی.

د سوات پوليسو مشر ډاکټر زاهدالله او ځايي اوسېدونکي وايي چې د اګست په ۲۸مه د شپې شاوخوا يوولس نيمې بجې د مېنګورې پر بڼ تاڼې ناڅرګنده وسلوالو د لاسي بم حمله وکړه چې پکې دوه پوليس سرتېري ژوبل شول. دوی زیاتوي چې ټپیان روغتون ته يووړل شول چې پکې یوه د سختو ټپونو له وجې ساه ورکړه. تر برید وروسته د پوليسو او وسلوالو ترمینځ تر شاوخوا نيمې ګینټې پورې جګړه شوې ده.

په سیمه کې د ډزو تبادله

په سوات کې د بڼ محله او ورڅېرمه د پولیسو تاڼه له بیروبار او ګڼې ګوڼې شاهدانې وې. ځايي خلکو رسنیو ته ویلي چې د لاسي بم له حملې او د ډزو له تبادلې وروسته په زیات شمېر کې پولیس سرتېري د پېښې ځای ته ورغلي ول خو دوی نه دي ویلي چې برید چا کړی دی او هدف یې څه دی؟ تر دې مهاله کومې ډلې د برید زمه واري نه ده قبوله کړې.

نور ولولئ | افغان طالبانو د ټي ټي پي ۲۰۰ غړي نیولي

نور ولولئ | د پنجاب روزل شوي طالبان به بادار ته زیان ورسوي؟

نور ولولئ | ملا فضل الرحمان له ملا هیبت الله سره د لیدنې لپاره کندهار ته رسېدلی

د سوات مدني ټولنې غړو د اګست په ۲۹مه په بڼ یا نوي کلي څلورلارې کې د پولیسو سره د یووالي ښودلو او د وسله والو خلاف د احتجاج په توګه د غونډېدو اعلان هم کړی دی. تر دې وړاندې د اګست پر ۱۴مه هم وسلوالو د سوات په مټه سيمه کې يو پولیس سرتېری وژلی وو.

د عزم استحکام په نوم د پلان شوو عملیاتو پیل

د پاکستان حکومت چې په کومو سیمو کې د عزم استحکام په نوم د هدفي عملیاتو پیلولو اعلان کړی دی په هغو کې سوات هم شامل دی. حکومت دريځ لري چې په دغه سیلانۍ سیمه کې هم وخت په وخت د بدامنۍ پېښې کېږي نو د نویو عملیاتو لړۍ به تر دغه ځایه هم وغځول شي.

خو د خیبر پښتونخوا د نورو سیمو په شان د سوات خلکو هم د عزم استحکام عملیاتو مخالفت کړی دی. اولسي پاڅون، سوات قامي جرګې او مدني ټولنې ویلي دي چې نه به وسله والو ته د سوات د امنیت د خرابولو اجازه ورکړي او نه هم پوځ ته د عملیاتو د پیلولو. دوی وايي، د حکومت مسولیت دی چې په سیمه کې د پولیسو په واسطه امنیت ټینګ کړي. دوی وايي، د عملیاتو په نوم د سوات د خلکو د بې کوره کولو اجازه به چاله ور نه کړي.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button