نړیوال خبرونه

په شکایاتو کمیسیون کې اختلاف وروستۍ پرېکړه ځنډولې وه


د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وایي ټولې چارې یې بشپړې شوي او یوازې د کمېشنرانو لاسلیک پاتې دی. د شکایتونو کمېسیون وايي، چې دوی تر اوسه د ۳ سوه زره جنجالي رایو په اړه تصمیم نه وو نیولی

دوی ټینګار کوي، چې تر ډیره دغه کارونه مخکې تللي او یوازې د کمېشنرانو لاسلیک ته پاتې وو. مسولین وايي، د کمېشنرانو ترمنځ د نظر اختلاف د دې لامل شوی وو، چې دغه پرېکړه ونشي.

 د یادونی وړ ده چی یو شمیر نوماندانو لخوا یاد کمیسون ته شکایتونه کړی وو او کمیسون یی د یو مشخص ټيم په حمایه کولو تورن کړی وو.

 د شکایتونو کمېسیون ته دوه ورځې قانوني موده پاتې وه چې خپل ټول کارونه ختم کړي د شکایتونو کمېسیون مسولین وايي، دوی هڅه کوي، چې خپل ټول کارونه ختم او نتایج له خلکو سره شریک کړي.

دیاد کمیسون کمیشنر قاسم الیاسی خبر یالانو ته وویل، که دغو رایو ۳۵ سلنه معیارونه نه وي پوره کړي نو د ۱۳۷زره رایو ټول اړوند محلونه به باطل اعلانيږي

د آفغانستان ولسمشری له ټاکنو څه باندی څلور میاشتی،د لومړنی مهالویش له مخی یی باید پایلی د لړم میاشتی په ۱۶ اعلان شوی وی. بلخوا نن پانجشنبه د شکایاتو کمیسون په یوه خبري غونډه کی وویل چی دوی خپله فیصله نهای کړی ده او کمیسون ته یی استولی ده تر چو نهای فیصله وکړی   

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button