نړیوال خبرونه

په غزني کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله ۳ ماشومان وژل شوي

د غزني ولایت مرکز اړوند په قره باغي سیمه کې د هاوان د يوې ناچاودې مرمې د چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د اطلاعاتو او کلتور سرپرست حبیب الله مجاهد ازادي راډیو ته د سې شنبې په ورځ وویل: “دغه پېښه وړمه شپه رامنځته شوې، د غزني مرکز څلورمې حوزې اړوند په قرباغي سیمه کې ماشومانو په یوناچاودې مرمۍ لوبې کولې چې چاودلې او درې ماشومان یې وژلي، یو بل یې ټپي کړی هم دی.”

ښاغلی مجاهد د دغه ماشومانو عمرونه د لسو کالو شااوخوا یادوي. دا په داسې حال کې ده چې د تېرې لړم میاشتې په ۲۳مه نېټه د غزني مرکز د درېیمې حوزې اړوند په ده خدایداد سیمه کې د کباړي دوکان مخې ته د ناچاودې مرمۍ چاودنې یو ماشوم وژلی او ۳ تنه نور ژوبل کړي وو.

د غزني ترڅنګ د هېواد په ډېری سیمو کې ډېری وخت د دغه ډول پېښو خبرونه ورکول کول کېږي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button