نړیوال خبرونه

په هرات کې د کتابونو نندارتون جوړ شوی

په هرات کې د کتابونو یو نندارتون جوړ شوی چې ۱۰ زره جلده ډول ډول کتابونه پکې نندارې ته ایښودل شوي دي

د دې نندارتون دایروونکو ویلي چې له دې کاره یې موخه کتاب لوستنې ته د ځوانانو هڅونه ده.

دا نندارتون د لسو زرو بیلابیلو ټوکو کتابونو په ایښودلو سره د هرات ښار دیارلسمې ناحیې اړوند د المهدي جبراییل په ښارګوټي کې جوړ شوی دی.

نوموړی نندارتون د مومني خپرندویه مرکز لخوا جوړ شوی چې یوه اوونۍ به دوام وکړي.

د نندارتون مسوول ښاغلي فرید سعیدي ویلي چې له دې نندارتون څخه د لیدونکو زیاتوالی د رضایت وړ دی.

د نندارتون لیدونکو د داسې برنامو جوړولو په اړه خوښي څرګنده کړې او هیله یې ښودلې چې ښایي په دې سره ډیر ځوانان د کتاب لوستلو ته مخ کړي.

له دې نندارتون څخه ځینو ښځینه وو هم په داسې حال کې لیدنه کړې چې پر مخ یې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلي او له دولت څخه یې غوښتنه کړې چې د کتاب لوستنې فرهنګ د تقویې لپاره دې داسې نندارتونونه او نورې ډول ډول برنامې جوړې کړي.

ځینو ننداچیانو لکه ښاغلی محمد رحیمي په دې اړه خوښي ښودله چې ویې کولی شول خپل د خوښې وړ کتابونه په ډیره ارزانه بیه ترلاسه کړي.

نوموړي د افغان غږ خبري آژانس سره په مرکه کې د هرات له ځوانانو غوښتنه وکړه چې د خپل ژوند او پانګې یوه برخه د کتابونو لپاره ځانګړې کړي.

د روان کال په جریان کې دا څووم ځل دی چې په هرات کې د کتابونو نندارتون جوړیږي

د نندارتون جوړوونکو ویلي چې په روان کال کې دا څووم ځل دی چې په هرات ښار کې د کتابونو نندارتون جوړیږي.

دوی د دې نندارتونونو په جریان کې د کتاب اخیستلو ته د ځوانانو د لا هڅونې په موخه د پچې اچونې مسابقې هم کړې دي چې د ګډونوالو له ښه هرکلي سره مخ شوې دي.

دې مرکز د کتابونو وروستی نندارتون د هرات ښار د صرافانو په مارکیټ کې جوړ کړی و چې ډیرو ځوانانو ترې لیدنه کړې وه.

خو په هیواد کې د کتابونو پلورونکي له خپل کاره راضي نه دي

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کتابونو پلورونکي له خپل څخه راضي نه ښکاري او د کتابونو له کم پلور څخه شکایت کوي.

په کابل کې د مینه یار کتاب پلورونکو مارکیټ یوه کتاب پلورونکي افغان ناو ته وویل چې د پخوا په پرتله د کتابونو بازار ډیر خراب شوی او څوک د کتابونو اخیستلو ته په اسانه زړه نه ښه کوي.

دوی وایي چې په تیر جمهوري حکومت کې دا چار مخ پر وده وه خو د اسلامي امارت په راتګ سره ډیری لوستي کسان بهرنیو هیوادونو ته کډوال شول او دا مهال کم شمیر ځوانان د کتابونو پیرودلو ته زړه ښه کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button