سات تيري

په هرو ۴دقیقو کې یو تن له مغزي سکتې سره مخامخ کېږي

د مغزې سکتې ناروغۍ ځینې علایم هم لري چې باید مخکې له مخکې ورته پام وشي

یوې څېړنې په ډاګه کړي ده چې په فرانسه کې هر کال ۱۵۰ زره تنه مغزي سکته کوي؛ یعني په هرو ۴ دقیقو کې یو تن له مغزي سکتې سره مخامخ کېږي.

له مغزي سکتې موخه داده چې په مغزو کې د وینې په جریان کې وقفه یا خنډ راشي او له کبله یې په لازمه اندازه اکسیجن مغزو ته ونه رسیږي.

په عمومي ډول په دوو علتونو ممکن د مغزو د وینې جریان ودرېږي: په سلو کې ۸۰ په غوړو (کلسترول) د رګونو د بندېدا او په سلو کې ۲۰ د مغزو د رګونو د پرې کېدا چې د مغزي خونریزۍ سبب کېږي.

دغه ناروغي ځینې علایم هم لري

په سلو کې ۶۰ کسان چې مغزي سکته وکړي یا مري یا فلج کېږي. له همدې کبله مهمه ده چې خطرناکې نښې وپېژنو او ژر لاس په کار شو.

د مغزي سکتې تر ټولو عامه نښه دا ده چې د مخ، پښې یا مړوند عضله مو شله او کرخته شي. عموماً د بدن د یوې خوا عضلې کرخت کېږي.

نور ولولئ: په ورځ کې څو زره ګامه تګ روغتیا ته ډېره ګټه کوي؟

نور ولولئ: لومړني روغتیايي خوندیتوبونو ته پاملرنه

د دې ناروغۍ نورې نښې:

– په خبرو کولو یا د بل چا د خبرو په پوهېدو کې د ستونزې احساسول، ذهني ګډوډي

– د سترګو په نظر کې ستونزه احساسول. مثلاً یو شی سم نه لیدل.

– په تګ کې ستونزه، ګنکس والی، د انډول له لاسه ورکول

– بې دلیله شدیده سردردي

stroke1
په هرو ۴دقیقو کې یو تن له مغزي سکتې سره مخامخ کېږي

د جزيي یا خفیفې مغزي سکتې په لړ کې هم دا ډول نښې وي خو معمولاً تر یو ساعت ډېر وخت دوام نه کوي مګر وړې نښې د لوی خطر په اړه خبرداری درکوي.

که د مغزي سکتې نښې مو په ځان یا بل چا کې ولیدې، لاس تر زنې مه کښېنئ ځکه چې هره دقیقه چې وخت درباندې تیریږي دوه میلیونه نورونه مو له منځه ځي.

د مغزي سکتې مخه څنګه نیولی شو؟

د مغزي سکتې اصلي عامل د وینې لوړ فشار دی. نو مهمه ده چې د وینې فشار په تېره بیا هغوی چې معمولاً یې فشار لوړ وي، پر له پسې وګوري.

سیګرېټ څکول، کلسترول او د قند ناروغي او په الکولو اعتیاد هم د مغزي سکتې چانس ډېروي.

ټولو ته سپارښتنه کېږي چې د ورځې نیم ساعت سپورت وکړي، د ورځې ۵ واري مېوه او سبزیجات وخوري، مالګه، غوړ خواړه او بوره کمه کړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button