غور کې د یوې ښځې ٤بچي شوي

غور کې د یوې ښځې ٤ بچي پیدا شوي.دغورولایت چارواکي وايي په دې ولایت کې یوې مېرمنې څلور اولادونه تولد کړی.په دې اړه ویل کیږي چې دغه ماشومان درې هلکان او یوه نجلۍ ده.د غور د ملکي روغتون مسوولین زیاتوي، چې دغه ماشومان تېره شپه د دې ولایت په ملکي روغتون کې پیدا شوي دي،

ویل کیږي چې د دغه ماشومانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.د روغتون ډاکټران وايي چې که څه هم د یادو ماشومانو وزنونه کم دي، خو جدي پاملرنې ته اړتیا لري، تر څو روغتیايي وضعیت یې خراب نه شي.د پیدا شوي ماشومانو پلار وايي چې د اولادونه پیدایښت د سولې د راتګ لپاره په نېک فال نیسي او هیله یې دا ده چې سږنی کال د سولې او ارامۍ کال شي او افغانستان کې دایمي سوله راشي.

په داسې وخت کې د غور یوه مېرمن په یو ځل څلور اولادونه زېږوي، چې نن دوشنبه د مارچ اتمه یا د ښځو نړۍواله ورځ ده چې د افغانستان په شمول د نړۍ په اکثره هېوادونو کې نمانځل کېږي.د زیاتو اولادونو زېږول لا هم په افغانستان کې د یوې جدي ټولنیزې ستونزې په توګه شتون لري، چې پر اقتصادي او سیاسي وضعیت یې هم خپل ناوړه اغېز پریښي او د مخنیوي لپاره څنګه چې لازمه ده، هغسې کار نه دی شوی.

د ځینې ټولنیزو او اقتصادي چارو د شنونکو په باور، دا سمه ده چې افغانستان پریمانه طبیعي منابع لري او که سیمه ګټه ترې واخیستل شي، د اوسني نفوس څو چنده ته هم بسنه کوي، خو حکومت د دې وړتیا نه لري چې ټولو ولسونو ته متوازن خدمات ورسوي، ځکه خو د نفوس کنټرول ښه چاره ده.

fb img 1615215443150

افغان ډاکټرانو هم وار وار له خلکو غوښتنه کړې چې د اولادونو په زېږون کې د فاصلې د مراعت ترڅنګ خپل اقتصادي وضعیت ته په پام د اولادونو شمېر وټاکي او په هغه تعداد اولادونه وزېږوي، چې سالمه روزنه او پالنه یې وکړای شي.خو بلخوا که زمونږ دین مقدس اسلام ته اوګورو نو اسلاممونږ ته راښای ې ډېر بچي تولد کړی.

بلنکن خط

ولسمشر غني ته د بلنکن خط.دامريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلنکين د ا فغانستان ولسمشر ته په یوه استول شوي خط کې ويلي دي چې په کابل کې د سولې د يوه هر اړخيز تړون لپاره چارې نهايي کړي او په دې هکله دې د افغانستان د سياسیونو سره په ګډه کار وکړي.

ښاغلي بلنکين په دې خط کې ولسمشر غني ته په واضح ټکو ويلي دي چې په افغانستان کې بايد د ډاکټر عبدالله عبدالله، استاد سياف او حامد کرزي سره ګډ کار وکړي او د سولې روان بهير او راروانې غونډې ته پکې چمتوالی ولري.د امريکا د بهرنيو چارو وزيز غني ته په ګواښلي ډول ويلي دي چې په افغانستان کې د سياسیونو بې اتفاقی به د هېچا په ګټه نه وي او دا به افغانستان د نويمو کلونو لور ته بوزي.

په دې ليک کې راغلي دي چې د امريکا متحده ايالات به په ترکيه کې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د يوې لويې غونډې د جوړولو لپاره د ترکیې څخه هيله وکړي او په دې غونډه کې به د افغانستان د سولې وروستی تړون لاسلیک شي.دغه ليک یا خط کې همدارنګه راغلي دي چې د امريکا متحده ايالات به د ملګرو ملتونو، چين، روسیې، ایران، هند، پاکستان او امريکا د بهرنيو چارو وزيرانو او استازو ترمنځ يوه غونډه جوړه کړي او په غونډه کې به د سولې لپاره د یوې واحدې تګلارې په جوړېدو او ټاکل کېدو پرېکړه او توافق وشي.

په داسې وخت کې چې د امريکا د متحده ايالاتو لخوا په افغانستان کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د يوې توافقنامې او جوړجاړي د رامنځته کولو لپاره هڅې زياتې شوې دي په کابل کې اشرف غني او ټيم یې د امريکا په وړاندې خپل مقاومت ته دوام ورکوي.

20210308 112816

بلخوا تازه د هېواد د ملي امنیت د شورا سلاکار د طالبانو په وړاندې بيا پارونکې، مجهولې او فتنه پارونکې څرګندونې کړې دي، نوموړي نن په خپلو تازه خبرو کې ويلي دي چې په افغانستان کې سوله یوازې د طالبانو سره په توافق نشي رامنځته کېدی.

عمران خان سره لیدلي

محمد نبي عمران حان سره لیدلي د افغانستان کرکټ ملي ټیم مشهور لوبغاړي او د نړيوالو شل اوريزو لوبو د نړۍ غوره الراونډر محمد نبي د پاکستان صدر اعظم ښاغلي عمران خان سره ليدل کتل شوي دي او له هغه نه يې غوښتنه کړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیرسز برابر کي.

د یوې وېبپاڼې د راپور په اساس وويل، چې د پاکستان صراعظم عمران خان سره مو ناسته ډېره په زړه پورې وه، موږ غرمه هم وکړه او عکسونه مو هم سره اوویستل.دغه راپور کې زياته شوې ده، چې ښاغلی نبي له عمران خان نه غوښتنه وکړه چې د افغانستان سره دې لوبلړۍ برابره کړي، چې عمران خان هم ورسره د لوبلړۍ د ترسره کولو ژمنه وکړه.

وېبپاڼې د محمد نبي له قوله لیکلي.زموږ ملاقات ډېرښه وو او د کرکټ په يو شمېر اړخونو مو خبرې وکړې. همدا رنګه په راپور کې ويل شوي دي، چې محمد نبي د (PSL) په اړه هم خبرې وکړې او وې ويل، چې پي ايس ايل هر کال ډېر ښه لوبغاړي راپېدا کوي، کله چې په کور کې دننه ښه ټېلنټ راپېدا کېږي، نو ليګ هم ورسره لا ډېر ښه پر مخ روانیږي.

هېره دې نه وي چې محمد نبي اوسمهال د پاکستان په کراچۍ ښار کې ده او هلته په پي ايس ايل لوبو کې د کراچۍ کنګز لوبډلې لپاره لوبېږي.افغان پلیرانو تر دې مخکې هم يو ځل د پاکستان لومړي وزير عمران خان سره ليدلي و، هغه مهال عمران خان کابل ته په سفر راغلى و،

او عمران خان
محمد نبی او عمران خان

چې د ملي ټیم لوبغاړو ورسره وليدل او ويل کېږي چې اصغر افغان له عمران خان نه غوښتنه کړې وه، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لوبلړۍ دې برابره کړي.ویل کیږي چې د هغه لخوا هم دغه غوښتنه ومنل شوه او وی ویل چې نږدې راتلونکې کې به یو سیریز برابر کړي.

موقت حکومت نه منو

ولسمشر غني: هيڅ وخت به د موقت حکومت ملاتړی نشم د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور ریس اشرف غني یو ځل بیا د موقت حکومت په مخالفت وکړ اووی ویل چې واک به د خپلې دورې په پای ته رسیدلو سره منتخب او د ولس په خوښه نوی ولسمشر ته وسپارم.

د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني د سرتیري ورځې په مناسبت د افغان سولې او روانې جګړې پهاړه تازه څرګندونې کړې او ویلي يې دي چې روانه جګړه ناروا ده او اسلام سره هیڅ تړاو نه لري.نوموړي وویل چې جګړه کول اسانه ده اما میړانه هغه ده چې سوله يې وکړه ولسمشر غني وویل چې د افغانستان د روانې جګړې په هکله د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه دیني عالمانو فتواوې ورکړې چې یاده جګړه ناروا  ده او اسلامي رنګ نلري،

او له همدې امله ځکه نو موږ ورته روا جګړهه نه شو ویلای هغه پر طالبانو ږغ وکړ چې د میړانې او صداقت پر لاره روان او سوله وکړي ځکه د ده په وینا سوله د میړانې لاره ده هغه وویل چې طالبان دي د جګړې پر ځای پر سوله تمرکز وکړي او له جګړې دي لاس واخلي.ولسمشر غني په خپلو خبرو کې د افغان ځواکونو د سرښندونو او دندو په اړه هم خبرې وکړې او د هغوی د کړنو ستاینه ېې وکړه.

fb img 1614425586955

تر دې دمه د طالبانو او افغان حکومت خبرې چې څو میاشتي مښکې په قطر کې پیل شوې وې تراوسه بې نتیجې پاتي او د جګړې د کمولو او سولې د پرمختګ په برخه کې هیڅ نه لیدل کیږي چې پرمهال يې اندېښنې زیاتي او جګړه نوره هم تېزه شوې ده.

که مونږ اوګورو هره ورځ د افغانستان د کابل په شمول په یو شمېر ولایتونو کې ټارګټ کلنګ او بمي بریدونه رامنځ ته کیږي چې پکښي عامو افغانانو ته مرګ ژوبله اوړي، خو د سولې هیڅ درک نه مالومیږي.شنونکي په دې اړه وای چې باید روان تاوتریخوالی کم شي.او جګړه پای ته ورسیږي که تاوتریخوالی همداسې دوام وکړي نو دا به د سولې خبرې هم زیانمنې کړي.

پاکستان ته د عمر داودزی سفر

 عمر داودزی: دسولې لپاره دپاکستان دریځ تغیر شوی دافغان سولې په برخه کې پاکستان هغه هېواد بلل شوی چې تر ډيره بریده کولای شي مهم رول ولوبوي خو لاهم افغان حکومت او عام ولس پر دې باوري ندی چې دغه هیواد به د سولې ملاتړ وکړي.

د پاکستان لپاره د افغانستان ولسمشر ځانګړی استازی ښاغلی عمر داودزی په یوه دوه ورځني سفر پاکستان ته تللی او هلته يې د افغان سولې په اړه  مهم ملاقاتونه ترسرکړې دي چې اوس يې په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې پاکستان ګام پر ګام د افغان سولې په هکله مثبت لور ته روان دی او ښه نیت لري یعني دریځ ېې بدل شوی دی. داودزي ویلي چې پاکستان خو لا داهم ویلي چې په قطر کې يې د بین لافغاني خبرو د بیا پیلیدلو لپاره هم مهم رول لوبولی دی ځکه نو موږ ترې منندوی یو.

داودزی ویلی چې پاکستان ته یې وړاندیز وکړ چې باید د اورکم پرځای اوربند ته طالبان وهڅوي ځکه موږ ولیدل چې اورکم کومه نتیجه ورنکړه او لاهم نوره جګړه زیاته شوې.تر دې دمه پاکستان د یوه ګاونډي په حیث هیڅ یوه ګټه افغانستان ته نه ده رسولې او لاهم د خپلو شومو موخو لپاره يې په کلونو کلونو د افغانانو په زورولو او افغانستان په خرابولو کې پراخ لاس درلود.

پاکستان 750x430 1

که څه هم هیڅ باور نشي کیدلای چې پاکستان دي په خپلو ژمنو کې رښتینی ثابت خو زموږ لپاره د زړه ښه کولو یوازي یو افشن دی چې داسې فکر وکړو چې ښايي دا هېواد مجبوره شوی وي خو لاهم د افغان سولې لپاره بیلابیل منزلونه پاتي دي او وخت پروخت به د پاکستان خپله پالیسي کې تغیر راوستی.

اوسمهال که هر عام افغانه د پاکستان د ښه والي یو خبره وپوښتې او یاهم ورته ادعا وکړې نو هغه بغیر له خندا بل بدیل نلري یعني هر عام افغان د پاکستان په پالیسیانو شک لري. خو بلخوا بیا سیاسي شنونکي وای چې افغاتستان لپاره شاید دا وار پاکستان خپله پالیسي لږ تغیر کړي اود سولې روان بیر څخه په کلکه ملاتړ وکړي.

قریشي او کرکټ بورډ

د کر کټ بورډ اجرایه ریس ٣.نوي سلاکاران په لوړ معاشونه ټاکلي دکرکټ بورډ اجراييوي شر رحمت الله قريشي چې د ټاکل کېدو سره سم يې د شفافيت خبره کړې وه اوسمهال ېې د ځان لپاره په کرکټ بورډ کې درې سلاکاران ټاکلي دي،

نږي ټاکل شوي سلاکارانو ته شاوخوا ٦٠٠ زره افغانۍ معاش ورکول کېږي.د کرکټ يو مبصر او کمنټېټر بادام احمدزي تېره ورځ په خپله فېسبوکپاڼه کې په يوه ويډيو کې د دې کسانو نومونه او معاشونه له خلکو سره شريک کړل.هغه وايي، چې رحمت الله قريشي د خپل ترور زوى محمد حسېن د سوداګرۍ په چارو کې خپل سلاکار ټاکلى او ١٢٨١٤٥ افغانۍ مياشتينى معاش ورکوي، همدا رنګه شمس الدين غياثي يې د تدارکاتي چارو سلاکار ټاکلى دى

قريشي
قريشي

او ٣٢٤١٧٠ افغانۍ معاش ورکوي او دريم کس بيا اصف پښتون نومېږي، چې د پالېسۍ جوړولو په چارو کې سلاکار ټاکل شوى دى او ١٤٥٠٠٠ افغانۍ معاش ورته ورکوي.د بادام احمدزي په وېنا، دا سلاکاران په غېر قانوني ډول ټاکل شوي دي.دا په داسې وخت کې ده، چې افغانستان کرکټ بورډ تراوسه پورې د ملي لوبډلې لپاره سپانسر نه لري، ١٥ ورځې وروسته افغانستان له زمبابوې سره د ټېسټ او نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ لري،

خو تردې دمه د ملي ټيم د لباس سپانسر، د ټايټل سپانسر او همدا راز عمومي سپانسر نه دى معلوم.بلخوا د لوبو ځاى، لوبډله، تمرينات او کره نېټو په اړه هم تراوسه پورې کرکټ بورډ له رسنيو او خلکو سره هېڅ معلومات نه دي شريک کړي۔

او دا چې دا لوبې ترسره کېږي، ځنډېږي او که لغوه کېږي، په دې اړه هېڅ معلومات نه خپرول کېږي.د کرکټ بورډ په اړه د دې نه وړاندې هم ویا کېدل چې دويي هيڅ ډول معلومات ملت سره نه شریکوي او هڅه کوي چې هر څه د ملت نه پټ وساتل شي تر څو د دويي د کړنږ مه ملت خبر نشي او دويي خپل شخصي اهدافو ته ورسیږي.

پاک افغان تجارت

پاکستان او افغانستان د اپټا نوی تړون لاسلیکوي د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونه وايي، له پاکستان سره د سوداګرۍ د نړيوالو اصولو پر بنسټ د اپټا نوی تړون امضاء کوي او په دې اړه له پاکستاني چارواکو سره بحثونه هم روان دي.

د حامد کرزي د ریاست جمهوری پر مهال په ۲۰۱۰ کال کې افغانستان او پاکستان د اپټا سوداګریز تړون لاسليک کړی و، خو افغان لوري پرې نيوکې درلودې او ويل يې، چې پاکستان له دې تړونه په يو اړخیزه توګه ګټه پورته کوي او د افغانستان ګټې په کې تر ډېره نظر کې ندي نیول شوي. د پاکستان او افغانستان ترمابین د اپټا تړون قانوني موده تر راتلونکې اونۍ ختميږي او د پاکستان د فدرالي حکومت د وزيرانو شورا دغه تړون د دريو مياشتو لپاره زیات کړی دی.

کابل په ۲۰۱۶ کال کې د سوداګرۍ نړيوال سازمان «WTO» غړيتوب تر لاسه کړی دغه غړیتوب تر لاسه کولو تر ټولو زیات رول پخواني د سودا ګری وزارت مرستیال مزمل شینواري وو او اوس وايي، چې د اپټا نوی تړون بايد د سوداګرۍ نړيوال سازمان د اصولو له مخې لاسلیک شي.

د سوداګرۍ وزارت وياند فواد احمدي وايي، دوی له تېرو څلورو کلونو راپدېخوا له پاکستانه غوښتنه ېې کوله، چې د اپټا نوی تړون بايد د سوداګرۍ نړيوالې ټولنې د اصولو له مخې لاسليک شي، خو پاکستان ورسره نه منله او بالاخره له اوږدو بحثونو او هڅو وروسته پاکستان له دوی سره هوکړې تع رسېدلي دي. چې د اپټا نوی تړون به د سوداګرۍ نړيوالو اصولو په رڼا کې لاسليک شي.

افغان تجاران غواړي، چې د پاکستان له لارې له هند سره ازاد تجارت ولري، خو نيوکې کوي، چې پاکستان هند ته د ازاد تګ راتګ اجازه نه ورکوي.د سوداګرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزی وايي، په تېرو وختونو کې پاکستان له دې تړونه په يو اړخيزه توګه ګټه پورته کړې او که د سوداګرۍ نړيوال سازمان د اصولو له مخې د اپټا نوی تړون لاسلیک شي، نو افغان سوداګر به وکولی شي، چې د پاکستان له لارې له هند سره ازاده سوداګري وکولی شي.

الکوزي ويلي، په (APTA)تړون کې تخنيکي ستونزې او د پاکستان له لوري تکراري سرغړونې د دې لامل شوي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د درې ميلياردو ډالرو سوداګريزه راکړه ورکړه يو ميليارد ته راښکته شي او هيله يې ښوولې، چې د اپټا نوي تړون له مخې به دواړه لوري د اصولو له مخې چلند کوي او دواړه لوري به ترې مناسبه ګټه پورته کړي.

ایا ولسمشر غني استعفا ورکوي؟

که پایداره سوله رازي نو ولسمشر غني به ضرور استعفا ورکوي.د طالبانو د حکومت د ماليې وزير ملا معتصم اغا جان و یلي چې که په قطر کې درېدلې خبرې پيل شي او یو پایله ولري نو تلپاتې سوله او د نظام ثبات تضمين به شي او د د په وینا مطمئن دی چې ولسمشر غني به استعفا ته اړ شي.

ملا معتصم اغا جان وايي چې د سولې د خبرو جریان لپاره بايد جدي کوشششونه وشي او دا پيل شوې خبرې بايد بريا په طرف لاړې شي ځکه همدا د خبرو له لارې امکان لري چې په هېواد کې تلپاتې سوله را شي.هغه په دې هکله څه نه دي ويلي چې دغه قناعت ده د کومې رسمي سرچينې څخه ترلاسه کړی دی چې ولسمشر غني به د سولې د خبرو د بريا او د سولې او نظام د ثبات د تضمين په صورت کې استعفا کوي

او که يا هم ده ته غیرې رسمې سرچینو دا ډول کوم مالومات ورکړي دي. ښاغلی معتصم اغا جان په داسې وخت کې د ولسمشر غني د استعفا خبرې کوي چې ولسمشر غني نه هېڅ صورت د استعفا ورکولو او چوکۍ پرېښودلو نيت نلري، تېره ورځ د هغه وياند دواخان مينه پال وويل چې ولسمشر غني به د خپل واک قانوني موده پای ته ورسوي او وروسته به واک د خلکو له لوري ټاکل شوي ولسمشر ته انتقال کړي.

طالبانو ته لنډه سرچینه معتصم اغا جان که څه هم د ولسمشر غني د استعفا خبره کوي خو په هېواد کې روان حالت هم د ولسمشر غني د استعفا غوښتنه نکوي، د حکومت د مخافينو تمه دا وه چې ولسمشر غني به د امريکا له لوري مجبور کړی شي چې استعفا وکړي او ورپسې به موقت حکومت رامنځته شي خو اوس د امريکا نوی حکومت په غني د فشار خبره لرې پرېښی او په طالبانو یې فشار راوړل ډېر کړی.

20210209 093429

دا په داسې حال کې چې حالت د اشرف غني په ګټه بدلون مومي نو د استعفا خبره يې شننوکي جدي نه ګڼي.د بلې خوا د طالبانو پلویان او یا هم هغه کسان چې په دې قناعت رسېدلی چې د جمهور ریس غني استعفا د افغانستان په خير ده او په دې ډول دايمي سوله راتلی شي عام وګړي هم په دې حقله وايي که چیرته سوله رازي او نظام په خپل ثبات کې پاتې کیږي نو ضروري نده چې یو شخص لپاره ټول عام ولس قرباني شي بلکه بر عکس باید اشرف غني لهچوکی تیر شي تر څو د سولې خبرې پایلې ولري.

عربي امارات او یمن

.ښاغلی لینډرنګ یو له ښه ډېپلوماټانو څخه دی.هغه د خپلې خوګې نرمې ژبې له امله ښه نوم پیدا کړي ویل کیږي چې نوموړۍ هر وخت هڅه کوي چې هره معامله په نرمه کې حل کړي. همداراز نوموړی په دغه سیمه کې تجربه هم لري هغه د دغه منتقې یو نامي شخص دی.او هر وخت دغه ځای ته وظیفې ته تللی نو ښه پایلو سره راغلی.

هغه د ٢٠١٤ راهیسې چې کله نه امریکا جنګ بس کړی لومړی استازیدی د نوموړي دغه وظیفې ته نوماندی نه وروسته عربي اماراتو هم هر کلی کړی او دا ېې یو ښه ټاکنه بللې.د عربي اماراتو خارجه وزیر د یو ټویټ له طریقه نوموړي ته مبارکي هم ورکړه.هغه وویل دلینډرنګ کومارنه به دې منتقې لپاره یو ښه زیری ولري اوګټور به ثابت شي هفه همداراز په خپل ټویټ کې زیاته کړه چې با ثباته یمن لپاره عربي اماراتو خپلې هڅې جاري ساتلي دي او هر وخت ېې کوشش کړی چې د یمن جنګ لپاره حل لارې اوګوري هغه وویل چې د اماراتو حکومت هر مشکل وخت کې یمن سره ملاړی دی.او هڅه ېې کړې او کوي ېې چې د یمن خلکو سره امداد وکړي او دويي ته ښه ژوند میثر شي.

په همدې لړ کې د عربي اماراتو یوې موسسې امارات ریډ کراس دغه هیواد کې خورا زیات خړمت کړی دویی هر وخت کې د ژوند د استعمال توکي او سامانونه هلته لېږدوي.عربي امارات تر ټولو لويي ډونر وو د دغه ملک لپاره او که مونږ نظر واچوو نو امارات اکثره په دې سخت وخت کې هم د دغه هیواد نه لاس ندی اخیستی او کوشش ېې کړی چې یمن سره کومک وشي .دويي یمن ته د نورو تر څنګ خوراکي توکي او طبي سامانونه هم لېږدولي دي

بلخو بیا عربي اماراتو د نوي ټاکل شوي استازی د دې لپاره هم ګټور ګڼړلی چې دې سره به یمن او منتقې د جنګ بندی امکان نور هم ګړندی شي عربي امارات اوسمهال خپل نظامي حضور په یمن کې صفر ته راوستی او د تېر کال اکتوبر میاشت راهیسې ېې نظامي طاقت نه بیخي استفاده نده کړې دويي د یو این د یمن امنیت په اړه د اقداماتو ملاتړ کړی او لا ېې هم کوي

د نورو کومکونو تر څنګ عربي اماراتو اکثره د ترهګری ضد مبارزې کې هم برخه اخیستې او هر وخت ېې کوشش کړی چې د ترهګری ضد مبارزه وشي عین تر دې چې یو این لخوا د الهوتي د کنترولو لو معامله هم کنټرول شوه

د یادولو وړ ده چې ګلف ملکونه هم دا باور لري چې په دغه هیواد کې د بیا رغونی ډېر کارونه وشو او عربي امارات بیا په دې ټولو هیوادونو کې زیات خدمت وکړ دويي د مکتبونو او شفاخانو د بیا رغونې کارونه وکړل او دغ هیواد لپاره ېې د نورو خارجي ملکونو سره همغږي وکړه او امن تامین لپاره ېې هڅې وکړې.

دامریکا د بهرنیو چارو وزیر: زلمي خلیلزاد به پر خپل ځای پاتې وي

دامریکا د بهرنیو چارو وزیر: زلمي خلیلزاد دنده به پر خپل ځای پاتې وي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دنده مهمه ده او د بایډن ادارې له نوموړي غوښتنه کړې تر څو خپل ماموریت ته ادامه ورکړي.

ښاغلی بلېنکن چې د دندې شروع کولو په اوله ورځ يې په بهرنیو چارو وزارت کې په یوه خبري ناسته کې خبرې کولې وویل، چې د زلمي خلیلزاد دنده مهمه ده او د امریکا نوې ادارې له نوموړي څخه غوښتي تر څو خپل کار روان وساتي.بلېنکن وړاندې زیاته کړې، چې د امریکا نوې اداره به د طالبانو او امریکا تر منځ لاسلیک شوې هوکړه بیا ځلې وګوري، تر څو پوه شي چې طالبانو کومې ژمنې کړې دي او امریکا ته کوم مسئولیتونه ور له غاړې دي.

نوموړي وايي له افغانستان سره په تړاو او یو له هغو مسلو چې پکار ده موږ باید ور باندې وپوهېږو دا دي چې د امریکا او طالبانو تړون کې څه راغلي دي چې ډاډ ترلاسه کړو او بشپړ وپوهېږو طالبانو څه ژمنې کړې او موږ څه ژمنې کړې دي، نو موږ دې ټکو ته پام کوو.»

د امریکا د بهرنیو چارو نوي وزیر هغو راپورونو ته هم اشاره کړې په کومو کې چې ادعا شوې، روسیې د امریکایي عسکرو د وژلو په بدل کې طالبانو ته نقدي جایزې ورکړي دي.د هغه په خبره، په دې تړاو ارزونې روانې دې او دی نشي کولای تر پایلې وړاند ې څه ووايي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: زلمي خلیلزاد به پر خپل ځای پاتې وي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: زلمي خلیلزاد به پر خپل ځای پاتې وي

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي تړون په اساس له هیواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او په دوحه کې د افغان سولې خبرو دوهم پړاو پيل شوی دی.دغه ډله وايي، دا تړون د امریکا او افغانستان د ولسونو په ګټه دی او د امریکا نوې اداره یې باید هم دغه یاد تد تړون ته ادامه ورکړي.