ځاییسفر خبرونه

په هلمند کې د مساپر وړونکي بس (۵۸۰) د ټکر له امله ۳۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتي

نن سهار، هلمند کې د تېلو ټانکر او مساپر وړونکي بس ترمنځ ټکر شوی دی

د سیمې اوسېدونکي وايي چې ټکر دومره سخت و چې د تېلو ټانکر او ۵۸۰ ترمنځ له ټکر سره سم د تېلو ټانکر اور اخیستی دی.

د کندهار-کابل او هرات-کندهار پر لویه لاره د مساپر وړونکو بسونو ټکرونه زیات دي چې له همدې امله ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله په کې اوړي.

ددې ټکرونو لامل د سړکونو خرابوالی او بل لورته د یادو بسونو چټک تګ ددې لامل کېږي چې یا ټکر رامنځته شي او یا هم له سړک ووځي او چپه یې کړي.

په دې ټکر کې څو مړه او څو ژوبل دي؟

سرچینې وايي، دغه پېښه نن سهار وختي د کندهار او هرات په لویه د یوه مساپر وړونکي بس او تېلو ټانکر د ټکر له امله شوې چې ۲۱ تنه پکې مړه او ۱۱ تنه ټپیان دي.

ويل کیږي له ټکر وروسته تېلو اور اخیستی چې د اکثرو مړو شویو کسانو جسدونه یې سوځولي دي.

د هلمند لپاره د طالبانو د والي ویاند محمد قاسم ریاض رسنیو ته په استول شوي پیغام کې د پیښې پخلی کړی او ویلي دي چې په دغه پېښه کې ۲۲ تنه مړه شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

نور ولولئ: عجیبه پېښه : یو سړی د ریل مخې ته خیز کړ او بیا څه وشو؟

نور ولولئ: بنګله‌دیش کې د اورګاډو د ټکر له امله ۱۷ کسان وژل شوي

هغه وايي، دغه ټرافیکي پېښه د هلمند ګرشک ولسوالۍ په یخچال سیمه کې د یوه مساپر وړونکي ۵۸۰ ډوله بس، د تیلو یوه ټانکر او موټرسایکل د ټکر له امله شوې چې په اړه یې پلټنې روانې دي.

له دې وړاندې ټرافیکي پېښه

ریاض وايي، د دغې پیښې ټپیان یې د ګرشک ولسوالۍ یوه ځايي روغتون ته لیږدولي او تر هغه وروسته به یې د لشکرګاه ایمرجنسي روغتون ته ولیږدوي.

لس ورځې وړاندې هم د کابل ـ کندهار په لویه لاره د غزني د اندړو ولسوالۍ په ناني کلي کې د يوې ټرافیکي پېښې له امله ۳۸تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د کابل ـ کندهار په لویه لاره د موټرو بې حده ګړندی تګ، د چلوونکو بې احتیاطي او د ټرافیکي قوانینو نه مراعتول تل د ټرافیکي پېښو د کېدو لامل کېږي.

بل لامل یې دا بلل کېږي چې دا بسونه یوازې یو ډایور لري چې له ۱۵ ساعتونو نیولي بیا تر ۱۸ ساعتونو بې له کوم استراحته ډرایوري کوي او داسې ډېر پېښ شوي چې ډرایور خوب وړی وي او ټکر یې کړی وي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button