نړیوال خبرونه

په کابل ښار کې ځانمرګی برید شوی

کابل کې بهرنیو چارو وزارت ته نږدې ځانمرګی برید شوی چې شپږ کسان پکې په شهادت رسیدلي او ۱۲ نور ټپیان دي

د کابل امنیه قومانداني وایي ‌چې د کابل ښار په نننۍ چاودنه کې شپږو ملکي وګړو ژوند بایللی او د اسلامي امارت د دریو سرتېرو په ګډون یو شمېر ملکي وګړي پکې ټپیان شوي دي.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد خالد ځدراڼ رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه پېښه د دویمې امنيتي حوزې اړوند د ملک اصغر په څلور لارې کې امنيتي چيک پواينټ ته نږدې هغه مهال رامنځته شوه چې يو ځانمرګی بریدګر د امنيتي ځواکونو له لوري په نښه شو.

ځدراڼ زیاتوي، د بريدګر د وژل کېدو په پايله کې له هغه سره چاودېدونکو توکو هم چاودنه کړې ده چې له امله یې تر ۶ پورې ملکي کسان شهیدان او یو شمیر ټپیان شوي، په پېښه کې ۳ تنه مجاهدین هم ټپیان شوي.

په کابل کې اېمرجنسي روغتون هم ویلي چې د دوو ماشومانو په ګډون ۱۲ ټپیان او دوه مړي وروړل شوي دي.

د ویلو ده چې تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د یاد برید مسؤلیت نه دی منلی؛ خو تر دې وړاندې د دې ډول بریدونو مسوولیت داعش ترهګرې ډلې منلی و.

په کابل کې د اروپايي ټولنې استازو دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې:”د ټولو افغانان خوندیتوب باید ډاډمن شي”

نږدې دوې میاشتې وړاندې هم د بهرنیو چارو وزارت ته څېرمه ځانمرګی برید شوی و چې ډېر مرګ ژوبله یې اړولې وه

هغه مهال دوو مهمو سرچینو ویلي وو چې په نوموړي برید کې د ۱۴ ډیپلوماتانو په ګډون د بهرنیو چارو د وزارت ۱۸ کار کوونکي‌ وژل شوي وو.

په وژل شویو کې داسې ‌ډیپلوماتان هم وو چې په ډيپلوماتیکو ماموریتونو کې یې تر ۱۵ کلونو ډېره کاري‌ تجربه لرله.

د یوې سرچینې په وینا “ځینو ډيپلوماتانو،‌ په جرمني،‌ یونان،‌ هنګري،‌ فرانسې او نورو هېوادونو کې کلونه کار کړی و او بېرته افغانستان ته ستانه شوي‌ وو.”

نور ولولئ: کابل کې د پاکستان پر سفارت برید اسلام‌اباد د پېښې د څېړنې غوښتنه کړې

که څه هم طالب چارواکي د ډاډمن او هر اړخيز امنيت ډاډ ورکوي خو په دې ورستيو کې دا ډول بريدونه مخ پر زياتېدو دي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، داعش ډلې د کابل، کندهار، کندوز او مزار شریف په څېر نورو ښارونو کې مرګوني بریدونه کړي دي.

امریکا او ځینو نورو هېوادونو په افغانستان کې د داعش اورپکو په اړه اندېښنې بیا بیا په ډاګه کړي خو د طالبانو حکومت بیا ټینګار کوي چې داعش ډله یې په دغه هېواد ځپلې ده.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button