سیمه ییز خبرونهنړیوال خبرونه

پوتين: افغانستان لا هم مشکلات لري

پوتين: افغانستان لا هم سختو مشکلات لري د روسيې صدر پويين ويلي چې د افغانستان وضعیت لاهم خراب دی او دغه هيواد تراوسه پورې هم د ستونزو څخه ډک دی. د ښاعلي پوتين په خبره افغانستان اوس د تروریزم له سخت ګواښ سره مخ دې او هيواد کې لا هم د بازې ډلې شتون لري.

ولاديمير پوتين چې په شانګهای سازمان کې د بهرنیو چارو وزیرانو په جلسه کې په انلاین بڼه خبرې کولې وویل چې د افغانستانکې اوس هم ښه وضعیت کې ندی او اړتیا ده چې د تروریزم سره ګډه مبارزې لپاره اقدامات وشي. ښاغلي پوتين وویل چې د نشه يي توکو غیرې قانوني راکړه ورکړه ،سازمان شوي او انترنیتي جرایم او ځينو جرمونه له هغو مسایلو څخه یاد کړل چې د پوتین په خبره افغانستان اونوره لپاره چیلینج دی.

بل خوا د پاکستان بهرنیو چارو وزیر قريشي هم د شانګهای همکاریو سازمان د ناستې پيل نه وړانډې خبریالانو ته ویلي دي چې د افغانستان د سولې په بهیر کې ددې سازمان رول اغیز موثره دی او ددې سازمان ګډي مرستې کولای شي د نشه يي توکو په کمښت باندې مثبت اثر وکړي. دغه سازمان غړیو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو ناسته تیره ورځ پيل شوې او لا هم ادامه لري.

دیادونې وړ ده چې دوه ورځي وړاندې د پاکستان صدراعظم عمران خان هم له يوه عربي تلويزون الجزيرې سره په خبرو کې وويل چې سوليز افغانستان د سمي او پاکستان لپاره فایده لري. عمران خان همداراز وویل چې دوی کوښښ کوي چې افغانستان کې با ثباته سولې ته ورسیږي . خو ولي ده تور پوري کړ چې هند په افغانستان کې جکړې ته لمن وهي او نه غواړي افغانستان کې سوله اووسي.

هېره دې نه وي چې دپاکستان او روسېې چارواکې په داسي حال کې پر افغانستان کې د ستوتزو او نشيې توکو د قاچاق يادونه کوي چې په نړيواله کچه پر دې دواړو هيوادنو تور دی چې د افغانستان په نا امنۍ کې دغه ملکونو لا لاسوهنه کوي.

هيره دي نه وي چې پاکستان خو په ښکاره ډول په افغانستان کې لاس وهنې کوي ځکه تيره ورځ د ولسمشر غني لومړي مرستيال امرالله صالح هم په يوه مرکه کې وويل چې د پاکستاني پوځ مشر جنرال باجوه ور سره منلي طالبان د دوی مليشي دي.

اوس افغان دولت ته پکار دي چې خپله لاس پګار شي او د افغانستان دایمي سولې لپاره کار وکړي ځکه که افغانستان کې دایمي او باثباته سوله ونشي نو دا به یو وار بیا داخلي جنګ ته لار هواره کړي، اوس باید دولت او طالبان دواړه دا تلايي فرست ضایع نه کړي او افغانستان کې کې دایمي سولې لپاره ملي اجماع ولري.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button