نړیوال خبرونه

پوهاند رسول باوري له دې نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې

پوهاند رسول باوري له دې نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې.د پوهي، علم وطن دوستي تاریخ هېوانۍ مینې او یوالي سمبول پوهاند رسول باوري د هېواد د تاریخ خزانه او د هېواد د ویاړلي تاریخ پوهاند نن له ډیرو سترو ارمانونو سره له دې نړۍ لاړ.

له بده مرغه چې زموږ په مملکت کې د بد مرغې جګړې سره سره نورو افتونو هم د هېواد ویاړلې څېرې او میړني بچي وړي او موږ یې یوازي پرېښې یو.د پوهاند باوري غوندي علمي څټې بیا نه تکراریږي پوهاند باوري د خپل ټول ژوند په اوږدو کې هیڅ دمه ونکړه او د خپل علم له هستې څخه سلګونه ځوانان وروزل خو له بده مرغه چې نامرده مرګ يې د پیل مزل قافله لنډه کړه.ښاغلی رسول باوري د افغانستان د علمي څېرو له ډلې وو، اصل کې د ارزګان ولایت دهراوت ولسوالۍ وو،

هغه د خپل علمي ژوند په لړ کې د لرغون پوهنې په برخه کې له هالنډ هېواد څخه ماسټري درلوده چې  وروسته بیا د کابل پوهنتون د لرغون پوهنې ډیپارټمنټ استاد هم وو.نوموړی په بیلابیلو علمي برخو کې د هېواد له پوهنې وزارت څخه تر لوړو زده کړو وزارت او اطلاعاتو فرهنګ وزارت پوري خدمتونه کړي او د کار پر مهال يې د خپل پوهي رڼا ټول افغان نوي نسل ته ورکړه.

fb img 1623497236018

ښاغلي باوري په دې وروستیو کې له خپلې دندې څخه هم استعفا وکړه او پر کور شو، هغه په وروستۍ دنده کې د هېواد د اطلاعاتو فرهنګ وزارت فرهنګی  معین وو.استاد د تاریخ او نورو علمي برخو کې تر ۳۰ زیات علمي اثار موږ ته پریښي او همدارنګه يې تر ۳۰۰ زیاتي مقالې چې  په بیلابیلو برخو کې يې لیکلې موږ پرېښې چې  نوی نسلونه به یې د یوه ویاړ په څیر له ځان سره وساتي.

جناب باوري د اوسني او پخواني افغانستان د یو ښه ترجمان په توګه له ابدیت سره یوځای او له ډیرو ارمانونو سره وکوچېد هغه ارمان درلود چې افغان نوی نسل په علم سمبال او د پخواني تاریخي برم په لرلو سره په اوسني عصر کې د یوه ویاړلي هېواد په توګه وځلیږي په دې هېله چې د پوهاند صاحب ارمانونه پوره او نوی نسل د ده لاره تعقیب کړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button