نړیوال خبرونه

پوهنې وزارت: د نجونو د ښوونځيو ټول ښوونکي او خدماتي پرسونل بايد ښځينه وي

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت چارواکو ویلي چې تر شپږم ټولګي د نجونو د ښوونځیو ټول پرسونل باید ښځینه وي

د اسلامي امارت د پوهنې وزارت ويلي چې د ښځینه ښوونځیو چې اوس‌ مهال تر شپږم ټولګي پورې پيل شوي د یوه خوندي چاپېریال او اړینو اسانتیاوو برابرولو ترڅنګ يې بايد ټول ښوونکي، تدریسي او خدماتي پرسونل ښځینه وي.

هر کال به د هېواد سړو سيمو ټول ښوونځي د وري (حمل) مياشتې په دويمه نېټه پيلېدل خو سږ کال د نجونو پر مخ د ښوونځيو د پيلېدو په اړه خبر نه دی ورکړل شوی.

دا چاره په داسې مهال تر سره کيږي چې اټکل کېده د دغه کال له پيل سره به د نجونو پر مخ هم د ټولو ښوونځيو تړلې دروازې بېرته پرانستل شي.

د طالبانو سرپرست حکومت څو ځله ويلي چې دوی په داسې ميکانيزم کار کوي چې د دوی په وينا د زده کړو لپاره سالم چاپېريال رامنځته کړي او له هغې وروسته به نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځيو او پوهنتونونو ته لاړې شي، هغه څه چې دوی په ۵۵۰ ورځو کې ونه کړای شول.

اندېښنې دادي چې د طالبانو د تېرې دورې سره سم به دا ځل هم نجونو ته د تعليم کولو اجازه ورنه کړل شي

د فرانس پرس خبریالانو په کابل کې له ۷ ښوونځیو لیدنه کړې او یوازې د ګوتو په شمار ښوونکي او د ابتدایي زده ‌کړو څو زده‌ کوونکي یې لیدلي خو په ټولګیو کې زده‌ کړې نه ‌دي پیل شوې.

د تېر ۱۴۰۱ لمريز کال د وري یا حمل په دويمه په افغانستان کې نوی تعلیمي کال پیل شو خو له شپږم ټولګي پورته نجونو ته اجازه ورنه‌ کړل شوه چې زده ‌کړو ته دوام ورکړي.

نور ولولئ: د پوهنې وزیر: د نجونو ښوونځي د کلتوري لاملونو له امله تړلي پاتې دي

د افغانستان خلکو په وار وار له سرپرست حکومته وغوښتل چې نجونو ته ښوونځي او پوهنتون ته تلو اجازه ورکړي خو لا هم د دوی دغه غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ويلی شوی.

په مخکې کلونو کې به د تعلیمي کال د پیل ورځ په رسمي توګه د مکتبونو زنګ په يو لړ مراسمو سره پيلیده چې هغه چاره هم سږ کال ونه شوه او د ډېرو هېوادوالو هيلې يې مړاوې کړې.

همدارنګه په تېرو کلونو کې په افغانستان کې د نوروز یا د نوي کال لومړۍ ورځ عمومي رخصتي وه، خو د طالبانو حکومت هغه هم لغوه کړې ده.

د افغانانو دغه طبيعي غوښتنه په لويه اندېښنه بدله شوې او داسې نه ښکاري چې سرپرست حکومت دې نجونو ته د بېرته ورتګ اجازه ورکړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button