لوبې خبرونه

پي ایس ایل د کرونا له امله وځڼډېده

پي ایس ایل د کرونا له امله وځڼډېده د پاکستان سوپر ليګ (PSL) شپږم پړاو د کورونا زياتېدونکو پېښو له وجحې وځنډول شو، چې د پاکستان کرکټ بورډ يې د ځنډېدو په اړه رسمي اعلان هم کړ دی.څو ورځې وړاندې د لوبې پر مهال درېلوبغاړو د کرونا ټېسټ مثبت راغی.

د پاکستاني ميډیا د راپورونو پر بنسټ، د پاکستان سوپر ليګ کې د کورونا پېښو زياتېدو سره بهرنيو لوبغاړو غوښتل چې دا ليګ پرېږدي او خپلو هېوادونو ته ستانه شي، چې له امله يې د پاکستان کرکټ بورډ د ليګ د ځنډولو پرېکړهاعلان کړه. په سر کې د اسلام اباد يونايټيډ لوبډلې د لوبغاړي فواد احمد د کورونا ټېسټ مثبت راغى، چې له هغه وروسته يو ځل بيا د ټولو لوبغاړو ټېسټونه ترسره شو.

او دغه ټېسټونوکې د دوه بهرنيو لوبغاړو او يو کارمند ټېسټونه نور هم مثبت راغلل.همدا رنګه تېره ورځ هم د ځينو لوبغاړو د کورونا ټېسټونه مثبت راغلي دي، چې اوس ټول ٧ کسان د پاکستان سوپر ليګ پر مهال په کورونا ويروس اخته شوي دي. او همدا لامل شو چې د پي ایس ایل لوبې وځنډېدې.

د (PCB) پاکستان کرکټ بورډ اجراييوي رييس وسيم خان د پاکستان سوپر ليګ په اړه يوه ځانګړې خبري ناسته له غرمې وروسته ترسره کوي، چې په هغې کې به نور معلومات هم ورکړي.چې ایا دغه سیریز به بیخي ختم شي او که نه دا به بېرته دوام وکړي.

محمد نبي 3
محمد نبي

هېره دې نه وي چې د پاکستان سوپر ليګ یا (PSL) کې يو شمېر افغان لوبغاړي هم د بېلا بېلو لوبډلو سره لوبېدل، چې پرون محمد نبي او قېس احمد ډېره ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه او دواړه د لوبو غوره لوبغاړي هم شو.ښاغلي نبي ویلي چې د مین اف دي میچ جایزې پېسې به غریبو او بې وزله خلکو ته ورکوي.

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button