لوبې خبرونهنړیوال خبرونه

پي سي بي: ایشیا کپ په خپل وخت په يو اې اي یاسريلانکاکې ترسره کېږي

پي سي بي وايي ایشیا کپ په خپل وخت په يو اې اي یاسريلانکاکې ترسره کېږي د کورونا ويروس له امله په ټولې دنیا کې د نورو چارو تر څنګ کرکټ باندې هم تاثیر شوۍ ، چې په دې لړ کې د اسيا جام په تړاو هم وروستۍ پرېکړه نه ده شوې چې ايا دا جام به ترسره شي او که نه او چېرته به ترسره شي.

د پي سي بي (سي اي او ) وسيم خان ويلي چې دټا کل شوي وخت سره سم اسيا کپ به سرېلانکا يا اماراتو کې وشي .وسيم خان هغه ګنګوسې رد کړې چې د ای پي ايل په لاره اچولو لپاره ممکن اسيا کپ لغو شي. ” اسيا کپ به د جدول سره سم مخ ته لاړ شي.پاکستان کرکټ لوبډله د سيپتمبر په دوهمه له انګلينډ نه راستنېږي,مونږ په سيپتمبر يا اکتوبر کې اسيا کپ تر سره کولای شو” نوموړي دغه څرګندونې له رسنيو سره په خبرو کې وکړې.

نوموړي زیاته کړه ځينې شيان شته چې په خپل وخت به مالوم شي.سرېلانکا د کرونا مثبتې پېښې کمې لري مونږ هيله مند يو ياد ټورنمنټ سرېلانکا کې تر سره شي خو که هغوی ونشو کولای نو متحده عربي امارات اماده دي ”

د دې نه مخکې ګونګوسۍ وې چې د هندوستان کرکټ بورډ کوشش کوي د ای پي ايل د تر سره کېدو لپاره سږني اسيايي جام لغو شي خو بل خوا د پاکستان کرکټ بورډ هڅه کوي ياد جام تر سره شي. دا چې د اسيا کپ برخليک به څه ډول شي راتلونکو څو ورځو کې به مالومه شي.

ګاونډي هېواد پاکستان د ٢٠٢٠ کال اسيا جام کوربه دى، خو د کورونا ويروس له امله دوى سريلانکا ته وړانديز کړى دى چې د اسيا جام کوربه توب دې وکړي. پاکستان کرکټ ملي لوبډله د جون په ٢٨مه نېټه انګلستان ته ځي، چې له انګلستان سره تر لوبو وروسته به د سپتمبر مياشت په لومړۍ اونۍ کې بېرته پاکستان ته راستانه شي او وسيم خان هيله من دى چې له هغه وروسته به دوى اسيا جام ترسره کړي.

خو بل لوري ته بيا د هند کرکټ بورډ دې ته هيله من دى چې سږکال به د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) ترسره کړي او د هند کرکټ بورډ چارواکو داسې هم ويلي دي، چې که دوى په دې وتوانېدل چې په سپتمبر او اکتوبر مياشتو کې د اى پي ايل ترسره کېدو لاره برابره شي، نو دوى به د اسيا جام پر ځاى اى پي ايل ته اهميت ورکړي، دوى همدا راز د نړيوال شل اوريز جام د نه ترسره کېدو غوښتنه هم کړې ده.

همدارنګه د هند او پاکستان ترمابین په پاکستان کې د اسيا جام ترسره کېدو په تړاو هم ډېرې لانجې وې، هند ويل که اسيا جام په پاکستان کې ترسره کېږي، نو دوى پکې ګډون نه کوي، خو اوس خبره د اى پي ايل، اسيا جام او نړيوال شل اوريز جام ده، چې هند غواړي د دغه جامونو پر ځاى اى پي ايل ترسره کړي.

د یادونې وړ ده څه موده وړاندې افغانستان کې هم اوازې وې چې ښايي چې بازې چامونه یا سیالۍ ځنډ سره مخ شي بازې سرچينیو ویلي وو د کرونا له امله به لوبې ځنډ سره مخ شي خو اوس بیا اې سي بي ویلي چې شايي د شپږيزې پریمیر لیګ ژر په خپل ټاکل شوي وخت تر سره شي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button