نړیوال خبرونه

پکتیا کې دویم غټ کمپلیکس جوړيږي

پکتیا د افغانستان یو له 34 ولایتونو څخه دی چې د هیواد په ختیځ کې موقعیت لري. د لوی لوی پکتیا سیمې د یوې برخې په توګه ، پکتیا ولایت په ۱۳ولسوالیو وېشل شوی او کابو  525،000 نفوس لري ، چې اکثره یې په کلیوالي سیمو کې اوسیږي. پښتانه د نفوس اکثریت دۍ خو د تاجکو لږ شمیر هم پکې شته ګردېز د ولایت مرکز دی ، ټولو ډیر نفوس لرونکی ښار او ولسوالۍ یې زرمت دي افغان دولت په دې وروستیو کې ډېر کارونه کړي دی خو اوسمهال پکې یو غټ کمپلیکس جوړيږي. د تازه مېوو او سبو د ساتنې په پار د یو زر او ۵۰۰ ټنه په وړتیا سره د یوې بلې سترې او معیاري سړې خونې د جوړولو باندې کار پیل شو.

د افغانستان د اوبو لګوونې، کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د یاد سړې خونې د جوړولو چارې په داسې حال کې پیلیږي، چې نږدې لس ورځې وړاندې ددې ولایت په مرکز ګردیز کې د یوې سترې سړې خونې د جوړولو چارې پیل شوي دي.

دغه سړه خونه چې د پکتیا ولایت د احمد اباد په ولسوالۍ کې جوړیږي د بنسټ ډبره یې د سلا کار وزیر او د پکتیا والي شمیم خان کټوازي له خوا د پکتیا د ولایتي شورا رییس عبدالمالک ځاځی، د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس محمدالدین مومند، سیمه ییزو چارواکو او د سیمې مشرانو په شتون کې کېښودل شوه.

د پکتیا والي خپله وینا کې وویل.

«د پکتیا د خلکو غوښتنه وه، چې ورته لویې سړې خونې جوړې شي، چې له نېکه مرغه د ولسمشر د ځانګړې لورینې له مخې دادی په دې ولایت کې د دوو سترو سړو خونو د جوړولو چارې پیل شوي دي، چې یو یې د پکتیا په مرکز ګردیز او بل یې دلته د احمداباد په ولسوالۍ کې جوړیږي.»

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس محمدالدین مومند وایي، دغه سړه خونه چې د کرنې وزارت له خوا ډیزاین او د ملي پراختیا شرکت له خوایي د جوړلو چارې پرمخ وړل کیږي د جوړولو چارې یې د کامپلیکس په بڼه، د پکتیا ولایت د احمداباد په ولسوالۍ کې پیل شوې. ددې سړې خونې د جوړولو ټولیز لګښت ۱۸۰ میلیونه افغانۍ ده. دغه سړه خونه په لمریز برېښنا هم سمبالیږي.

تر دې وړاندې په دې ولایت کې دپیازو ساتلو په پار وړې سړې خونې جوړې شوې وې، خو تر دې دمه د تازه مېوو او سبو د ساتلو په پار په معیاري بڼه کومه سړه خونه نه ده جوړه شوې، خو په دې ولایت کې د یادو دوو سترو سړوخونو تر جوړېدو وروسته به ددې ولایت د بزګرانو او بڼوالو ډېرشمېر ستونزې هوارې شي.

د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس محمدالدین مومند وایي:«ددې یو زر او ۵۰۰ ټني سړې خونې د جوړولو چارې په دوو کلونو کې بشپړیږي. د هغه په خبره ددې سړې خونې په جوړولو کې د دوو کلونو لپاره هره ورځ یوشمېر کسانو ته د کار زمینه هم برابریږي..

هغه دغه راز وویل، چې ددې سړې خونې تر جوړېدو ورسته به د ورځې ۳۰ کسانو ته د تلپاتې دندې زمینه هم برابره شي.د کرنې وزارت وايي، د افغانستان دولت د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د ۱۴ یوزر او ۵۰۰ ټني سړو خونو د جوړولو چارې پیل کړي دي. د لومړني یوزر او ۵۰۰ ټني سړې خونې د جوړلو چارې کابو درې اوونۍ وړاندې د کرنې وزارت او د ملي پراختیا شرکت له خوا په کاپیسا ولایت کې پیل شو

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button